عربيEnglish

The Noble Qur'an Encyclopedia

Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languages

Hud [Hud] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center

Surah Hud [Hud] Ayah 123 Location Maccah Number 11

الر [1]، (دا) يو داسې كتاب دى چې آيتونه يې محكم كړى شوي بيا په تفصيل بيان شوي د يو ځيرک او با خبر ذات له لوري.

دا چې الله نه پرته بل څه مه لمانځئ، يقيناً زه د هغه له خوا تاسو ته يو وېروونكى او زېرى وركوونكى يم.

او دا چې له خپل ربه مو بخښنه وغواړئ، بيا هغه ته توبه وكړئ چې تر يوې معلومې نېټې پورې تاسو ته د ژوند ښایسته وسايل دركړي، او هر د فضل خاوند ته به فضل وركړي، او كه تاسو مخ وګرځولو نو بيا خو پر تاسو د يوې سترې ورځې له عذابه وېرېږم.

یوازې الله ته ستاسو ورګرځېدل دى او هماغه په هر څه قادر دی.

خبر اوسئ! دوى خپلې سينې تاووي تر څو له هغه ځان پټ كړي خبردار اوسئ! كله چې دوى په جامو سره خپل ځان نغاړي نو هغه ته معلوم دي څه چې دوى پټوي او څه چې څرګندوي، بې شكه الله د سينو په رازونو ښه پوه دى.

په ځمكه كې هېڅ داسې كوم خوځنده (ساكښ) نشته چې د هغه روزي پر الله نه وي، او هماغه ته يې استوګنځى هم معلوم دى او د ورسپارل كېدو ځاى هم، هر څه په يو روښانه دفتر كې دي.

او دى هماغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل او عرش يې پر اوبو باندې و، تر څو تاسو وازمويي چې كوم يو مو په عمل كې غوره دى، او كه تا وويل چې (ای خلكو) تاسو له مرګه وروسته راپورته كېدونكي ياست نو حتماً به كافران وايي چې دا خو څرګندې كوډې دي.

او كه له هغوى مو تر يوې ټاكلې مودې سزا وځنډوله نو خامخا به وايي چې دا څه شي ايساره كړې ده؟ واورئ! هغه ورځ چې (عذاب) ورته راشي نو ترې ايسارېدونكى به نه وى او هغه (عذاب) به ترې چاپېر شي كوم چې دوى به ملنډې ورپورې وهلې.

اوكه چېرې موږ انسان ته خپل رحمت په برخه كړو او بيا يې بېرته ورڅخه واخلو نو هغه ناهيلی كېږي او په ناشكرۍ لاس پورې كوي.

او كه له هغه كړاو نه وروسته چې پر هغه راغلى وْ موږ پر هغه د نعمت خوند و څكو نو وايي زما ټوله بيوزلي ايسته شوه، بيا هغه ډېره خوښي كوي او وياړي.

پرته له هغو كسانو چې صبر يې كړى او ښه كارونه يې كړي، د هغوى لپاره بخښنه او لوى اجر دى.

نو ښايي ته به د ځينو هغو خبرو پرېښودونكى يې چې تا ته وحې شوي او په دى به زړه تنګى يې چې دوى وايي ولې كومه خزانه ورباندې راتوی نه شوه؟ يا ولې كومه پرښته ورسره رانغله؟ ته يوازې وېروونكى يې او الله په هر شي څارونكى دى.

ايا دوى وايي چې پېغمبر دا كتاب له ځانه په دروغو جوړ كړى دى؟ ووايه: ښه كه داسې ده نو د ده په څېر لس سورتونه په دروغو جوړ كړي راوړئ او له الله نه پرته نور چې هر څوک (ستاسي معبودان) دي هغوى كه د مرستې لپاره رابللى شئ نو راويې بلئ كه تاسي (د دوى په معبود ګڼلو كې) ريښتينوني ياست.

اوس كه هغوى (ستاسي معبودان) ستاسي مرستې ته نه رسېږي نو وپوهېږئ چې دا د الله په علم سره نازل شوی دى او دا چې له الله پرته كوم بل حقيقي معبود نشته، نو آيا تاسي (دې حق ته) غاړه اېښودونکي یاست؟

كوم خلک چې يوازې د همدې دنيا د ژوند او د هغې د ښكلاوْ غوښتونكي وي د هغو د كړو وړو ټوله ميوه موږ همدلته وركوو او په دې كې له هغو سره هېڅ كمى نه كېږي.

دا هغه کسان دي چې نشته دوی ته په اخرت کې مګر اور (د دوزخ) او برباد شوي هغه عملونه چې کړي وو دوی په دنیا کې او باطل دي هغه عملونه چې دوی به په دنیا کې کول.

آيا نو څوک چې د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل (ثابت) وي او يو بل شاهد هم د هغه له خوا ورپسې راغلى وي او ترې وړاندې د موسى (علیه السلام) كتاب هم د لارښود او رحمت په ډول موجود و، نو داسې خلک په هغه ايمان راوړي او څوک چې له دې ډلو په هغه كافر شي نو د وعدې ځاى يې اور دى، نو د هغه په باب په شک كې مه اوسه يقيناً هغه ستا د رب له خوا حق دى خو زياتره خلک باور نه كوي.

او له هغه چا نه به بل غټ ظالم څوک وي چې پر الله دروغ وتړي؟ دغه راز خلک به د خپل رب حضور ته وړاندې كړاى شي او شاهدان به شاهدي ووايي چې دادي هغه خلک چې پر خپل رب يې دروغ تړلي وو، واورئ! پر ظالمانو د الله لعنت دى.

پر هغو ظالمانو چې د الله له لارې نه خلک منع كوي، د هغه د لارې كوږوالى غواړي او له اخرت نه منكرېږي.

دوى په ځمكه كې د الله بې وسې كوونكي نه وو او نه د الله په مقابل كې څوک د دوى ملاتړي و، دوى ته به اوس دوه چنده عذاب وركړل شي، دوى نه د بل چا اورېداى شوه او نه يې په خپله غور كاوه.

دوى هغه خلك دي چې خپل ځان يې په خپله په زيان كې واچاوه او هغه هر څه ورڅخه ورک شول چې دوى دروغ تړلي وو.

بله لار نه لري پرته له دې چې دوى به په اخرت كې تر ټولو زيات زيانمن اوسي.

بې شکه هغه کسان چې ايمان يې راوړ او ښه كارونه يې وكړل او يوازې خپل رب ته په عاجزۍ شول، نو په يقيني ډول هغوى جنتيان دي او په جنت كې به هغوى د تل لپاره اوسېږي.

د دې د واړو ډلو بېلګه داسې ده لكه چې يو انسان ړوند كوڼ وي او بل ليدونكى او اورېدونكى، ايا دا دواړه يو شان كيدلاى شي؟ آيا تاسي له دې مثال نه څه درس نه اخلئ؟

او نوح (علیه السلام) مو د هغه قوم ته ورولېږلو (هغه وويل) چې زه تاسو ته يو څرګند خبردارى وركوونكى يم.

دا چې له الله پرته بل څه مه لمانځئ، زه پر تاسو د دردوونكې ورځې له عذابه وېرېږم.

نو د هغه د قوم كافر شوو سردارانو وويل: موږ خو تا د خپل ځان په څېر يو بشر ګورو، او نه دې وينو چې زموږ له ټېټو (بې پته) بې فكره (ساده) خلكو پرته بل چا ستا متابعت كړى وي او پر موږ باندې ستاسو كوم غوره والى هم نه دركې وينو، بلكه موږ خو تاسو دروغجن ګڼو.

ويلې ای زما قومه! دې ته مو پام دى چې كه زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل يم او له خپلې خوا يې يو (ځانګړی) رحمت هم راكړى وي چې تاسو ونه شو ليدلى، آيا په داسې حال كې به يې په زور درباندې تپو چې تاسو يې بد ګڼونكي ياست؟

او ای زما قومه! په دې خبره خو له تاسو څه مال نه غواړم، زما اجر له الله پرته، په بل چا نشته او نه زه د هغو كسانو شړونكى يم چې ايمان يې راوړى، هغوى له خپل رب سره مخامخ کېدونكي دي، خو زه تاسو ګورم چې جهالت كوئ.

او اى قومه! كه زه دغه خلک وشړم نو د الله له نيونې څخه به ما څوک وژغوري؟ نو آیا پند نه اخلئ؟

او زه تاسي ته نه وايم چې له ما سره د الله خزانې دي، نه دا وايم چې زه د غېبو علم لرم ، نه دا دعوه كوم چې زه پرښته يم، او زه دا هم نشم ويلى چې كوم خلک ستاسو په سترګو سپک ښکاري هغوی ته به الله كومه ښېګڼه ورنكړي، د هغو د نفسونو پر حالت الله ډېر ښه پوهېږي كه زه داسې ووايم نو ظالم به يم.

هغوى وويل: اى نوحه! تا له موږ سره جګړه وكړه او ډېره جګړه دې وكړه، نو اوس هغه (عذاب) راوله چې ته يې اخطار راكوې، كه رښتونى يې.

نو هغه ځواب وركړ: هغه خو به الله درته راولي، كه خوښه يې شي، او تاسو يې عاجزونكي نه ياست.

او زما نصيحت څه ګټه نه در رسوي كه څه خير ښېګڼه مو وغواړم، كله چې الله ستاسو بې لارېتوب وغواړي، هماغه مو رب دى او هماغه ته به ورګرځولى شئ.

آيا دوى وايي چې له ځانه يې دروغ جوړ كړي؟ ورته ووايه: كه له ځانه مې دروغ جوړ كړي وي نو د دې جرم ذمه وارى خپله پر ما ده، اوكوم جرم چې تاسو كوئ زه ترې بېزار يم.

نوح علیه السلام ته وحي وشوه چې ستا له قوم نه چې كومو خلكو ايمان راوړ هغو راوړ، نور نو كوم منونكى نشته، د هغو پر كړو وړو غمجن كېدل پرېږده.

او زموږ تر څارنې او لارښوونې لاندې بېړۍ جوړوه او چا چې ظلم كړى د هغوی په اړه سپارښتنه مه راته كوه هغوى خامخا ډوبېدونكي دي.

او هغه بېړۍ جوړوله او هر كله چې د قوم څوک مشران به يې ورباندې تېرېدل نو پر هغه به يې ملنډې وهلې، هغه (نوح علیه السلام) وويل: كه اوس تاسو ملنډې راباندې وهئ نو موږ هم هماغسې ملنډې درباندې وهو.

ډېر زر به تاسي ته معلومه شي چې پر چا هغه عذاب راځي چې رسوا به یې كړي او پر چا به تلپاتې عذاب را پريوځي.

تر دې چې كله زموږ حكم راغى او (هغه) تنور وخوټېدلو موږ وويل: له هر ډول نه يوه يوه جوړه پكى سپاره كړه او خپله كورنى دې هم، پرته له هغو چې په هكله يې مخکې وينا شوې ده او هغه كسان هم (سپاره كړه) چې ايمان يې راوړى، او پرته له كمو خلكو ده سره نور چا ايمان نه و راوړى.

او ويې ويل (نوح علیه السلام): په كې سپاره شئ! د الله په نامه يې روانېدل هم دي اودرېدل هم، بې شكه زما رب خامخا مهربان بخښونكى دى.

او هغې به دوى د غرو شانته څپو كې وړل او نوح خپل زوى ته ورنارې كړې چې په يوه ګوښه كې و، زما بچیه! موږ سره سپور شه او له كافرانو سره مه كېږه.

ويلې: ډېر زر به د غره سر ته وروړم چې له اوبو مې وساتي (نوح علیه السلام) وويل: نن د الله له حكمه څوک ژغورونكى نشته پرته له هغه چې (الله) رحم پرې وكړي او بيا يوه څپه د دواړو ترمنځ پرده شوه او هغه له ډوبېدونكو څخه شو.

او وويل شول: ای ځمكې! اوبه دې وزغمه (جذب كړه) او اې آسمانه بند شه! او اوبه كمې شوې، پرېكړه سر ته ورسېدله او بېرۍ پر جودي (غره) تم شوه او وويل شول: د ظالمانو خلكو لپاره دې هلاكت وي.

نوح (عليه السلام) خپل رب ته غږ وكړ نو ويې ويل: اى زما ربه! زما زوى زما له كورنۍ څخه دى او ستا وعده رېښتينې ده او ته له ټولو حاكمانو څخه لوى او غوره حاكم يې.

ويې فرمايل (الله تعالی): ای نوحه! هغه ستا له اهل څخه نه دى هغه (خاوند د) بد عمل دى، نو د هغه څه غوښتنه مه رانه كوه چې تا سره يې علم نشته، زه درته نصيحت كوم چې ته له جاهلانو څخه نه شې.

ويلې (نوح علیه السلام) زما ربه! زه تا پورې پناه اخلم له دې نه چې هغه څه درنه وغواړم كوم چې نه پرې پوهېږم، او كه ته بخښنه راته ونه كړي او رحم راباندې ونكړې نو زه به له تاوانيانو يم.

وويل شول: اى نوحه! كوز شه، سلامتيا او بركتونه دې پر تا او پر هغو ډلو وي چې تاسره دي، او څه نورې ډلې چې د ګټې اخيستو څه موقع به وركړو بيا به زموږ له خوا دردناک عذاب ور ورسيږي.

دا غيبي خبرونه دي چې تاته يې وحى كوو، له دې مخكې، نه ته ورباندې پوهېدلې او نه ستا قوم، نو صبر وكړه، يقيناً ښه انجام د متقيانو دى.

او عاديانو ته مو د هغوى ورور هود (عليه السلام) ورواستولو ويلې اى زما قومه! الله ولمانځئ، له هغه پرته (په حقه سره) ستاسو كوم بل معبود نشته، تاسو بل څه نه، يوازې دروغ تړونكي ياست.

ای زما قومه! په دې خو له تاسو څه اجر نه غواړم، زما اجر صرف پر هغه ذات دى چې زه يې پيدا كړى يم، آيا نو عقل نه كاروئ؟

او ای قومه! له خپل رب نه مو بخښنه وغواړئ بيا د هغه لور ته (په توبې ویستلو) وروګرځئ، چې له آسمانه ډېر ورېدونكى (باران) پر تاسي راولېږي او له (موجوده) ځواک سره به نور ځواک هم در زيات كړي او د مجرمانو په څېر مخ مه ګرځوئ.

هغوى وويل: ای هوده! له كوم څرګند دليل سره نه يې راته راغلى او ستا په وينا د خپلو معبودانو پرېښودونکي نه یو، او نه دې په خبره باور كوونكي يو.

موږ له دې پرته بل څه نه وايو چې زموږ ځينو معبودانو به څه ضرر در رسولى وي، ويې ويل: زه الله شاهدوم او تاسو هم شاهدان اوسئ چې زه بېزار يم له هغه څه چې تاسو يې ورسره شريكوئ.

له هغه (الله) پرته، نو تاسو ټول ماته څه چل جوړ كړئ او بيا هېڅ مهلت مه راكوئ.

بې شكه ما پر الله بروسه كړې چې زما او ستاسو رب دی، هېڅ داسې خوځېدونكى نشته چې هغه يې د پيكي (د تندي د وېښتانو) رانيوونكى نه وي، بې شكه زما رب پر سمه لار باندې دى.

نو كه تاسو مخ واړوئ ما خو هغه پيغام در ورسولو چې تاسو ته پرې رالېږل شوى وم، او زما رب به ستاسو پر ځاى بل قوم راولي، او تاسو هغه ته څه ضرر نه شئ رسولى، بې شكه زما رب پر هر څه ساتونكى دى.

او كله چې زموږ حكم راغى، نو په خپل رحمت سره مو هود (عليه السلام) او هغه كسان وژغورل چې له هغه سره يې ايمان راوړى و، او له يو سخت عذابه مو بچ كړل.

او دا عاديان دي چې د خپل رب له آيتونو منكر شول، دهغه له رسولانو يې سرغړونه وكړه او د (حق) د هر سركښ دښمن د امر تابعداري يې وكړه.

او بيا په دې دنيا كې هم لعنت ورپسې شو او د قيامت په ورځ هم، واورئ عاديان په خپل رب كافران شول، واورئ! د هود قوم عاديانو ته دې لرې والى وي (د الله له رحمته).

او ثموديانو ته مو د هغوى ورور صالح ورواستولو، ويې ويل اى قومه! د الله عبادت وکړئ، له هغه پرته (په حق سره) ستاسو كوم بل معبود نشته، هماغه تاسو له ځمكى راپيدا او پكې آباد يې كړئ، نو بخښنه ترې وغواړئ او د هغه لور ته راوګرځئ بې شكه زما رب نږدې، دعا قبلوونكى دى.

ويلې اى صالحه! تاته په موږ كې له دې وړاندې هيلې كېدې، آيا له دې مو ايساروې چې هغه څه ولمانځو كوم چې زموږ پلرونو به لمانځل، او يقيناً موږ د هغه څه په اړه چې ته مو وربلې پرېشانوونكي شک كې يو.

ويې ويل ای قومه! كه چېرې زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل (ولاړ) يم او له خپلې خوا يې يو رحمت هم راكړى وي نو كه اوس يې سرغړونه وكړم څوک به مې مرسته وكړي، نو تاسو خو ماته پرته له تاوانه بل څه نه را زياتوئ.

او اى زما قومه! دا د الله اوښه ستاسي له پاره يوه نښانه ده، نو دا پرېږدئ چې د الله پر ځمكه څري، او په بدۍ لاس مه وروړئ (كنه) بيا به مو نږدې (وخت كې يو) عذاب راونيسي.

خو هغه يې ټپي او مړه كړه، نو ورته ويې ويل صرف درې ورځې مو كورو كې ژوند وكړئ، دا نه دروغ كېدونكې وعده ده.

نو كله چې زموږ امر راغى، په خپل رحمت سره مو صالح او هغه كسان وژغورل چې له ده سره يې ايمان راوړى و، او د هغې ورځې له رسوايي (مو خوندى كړل) بې شكه همدا ستا رب برلاسى ځواكمن دى.

او چا چې ظلم كړى و، هغوى يوې سختې چغې راونيول، نو بيا ګهيځ خپلو سيمو كې پړمخې وچ مړه پراته وو.

لكه چې له سره پكې اوسېدلي نه وي، واورئ، ثموديان په خپل رب كافر شول، واورئ ثموديانو ته (د الله له رحمته) لرې والى دى.

او بې شکه ابراهيم (علیه السلام) ته زموږ استازي په زيري ورغلل، ويلې سلام دې وي، هغه وويل: پر تاسي دې هم سلام وي، نو بيا يې څه ځند ونه كړ چې وريت شوى خوسى يې ورته راوړو.

خو چې ويې ليدل د هغوى لاسونه (خوړو ته) نه رسي، ويې نه پېژندل، او په زړه كې يې ترې وېره راوسته، هغوى وويل: مه وېرېږه موږ د لوط (علیه السلام) قوم ته را استول شوي يو.

او مېرمن يې (هلته) ولاړه وه نو ويې خندل، موږ هغې ته د اسحاق او له اسحاق وروسته د يعقوب زېرى وركړ.

هغې وويل ای زما افسوسه! اوس به يې زېږوم چې بوډۍ شوم او دا خاوند مې هم بوډا دى، بې شكه دا يو عجيبه شى (کار) دى.

هغوى (پرښتو) ويل: آيا د الله له کاره تعجب كوې؟ ای د (دې) كور خلكو! د الله رحمت او بركتونه دې پر تاسو وي، بې شكه هغه ستايل شوى او د لوى شان والا دى.

بيا كله چې له ابراهيم (علیه السلام) څخه ویره لرې شوه او زيرې ورته راغی نو د لوط (علیه السلام) د قوم په اړه یې له موږ سره شخړه کوله.

بې شکه ابراهيم (علیه السلام) د ډېر زغم او نرم زړه خاوند او الله ته ورګرځېدونکی و.

ای ابراهيمه! له دې تېر شه بې شكه چې ستا د رب حكم راغلى دى، او دوى ته نه ايسارېدونكى عذاب راتلونكى دى.

او كله چې زموږ پریښتې لوط (علیه السلام) ته ورغلې نو د هغو په راتګ سره هغه ډېر ناخوښه او زړه تنګى شو او ويې ويل چې نن ډېره سخته ورځ ده.

او قوم يې په منډه ورته راغى او دوی وړاندې هم بد كارونه كول، ويلې اى قومه! دا زما لوڼې ستاسو لپاره ډېرې پاكې دي، نو الله نه ووېرېږى او ما د خپلو مېلمنو په هكله مه شرموئ، آيا په تاسو كې څوک پوهېدونكى سړى نشته؟

هغوى ويل: تاته خو معلومه ده چې ستا په لوڼو كې زموږ څه حاجت نشته او ته په دې هم پوهېږي چې موږ څه غواړو.

هغه وويل: كاشكې مې ستاسو په خلاف ځواک درلودلای یا مې پیاوړې اسرې ته پناه وړلی شوی.

ويلې اى لوطه! موږ ستا د رب استازي يو، دوى هېڅ (ضرر) نه شي در رسولى، نو د شپې په يوه برخه كې خپله كورنۍ روانه كړه او هېڅوك دې له تاسو بېرته نه راګوري، پرته له مېرمنې دې، يقيناً هغې ته هغه (عذاب) رسېدونكى دى چې هغوى ته ور رسيږى بې شكه د هغوى نېټه سهار ده، آيا سهار نږدې نه دى؟

نو كله چې زموږ حكم راغى لاندې باندې (نسكور) مو كړل، او پرله پسې مو داسې كاڼي پرې واورول چې له خټو جوړ، په اور پاخه شوي وو.

ستا د رب په وړاندې نښانه شوي (كاڼي)، او دا (عذاب) له ظالمانو څه لرې نه دى.

او مدين ته مو د هغوى ورور شعيب ورواستولو، ويې ويل: اى قومه! الله ولمانځئ، له هغه پرته (په حق سره) ستاسو كوم بل معبود نشته، او پيمانه او تله كې كمى مه كوئ، زه مو (نن) په ښه حال ګورم او زه پر تاسو د چاپېرېدونكې ورځې له عذابه وېرېږم.

پاتې ګټه د الله له لوري تاسو ته غوره ده که چېرې تاسو مومنان یاست، او زه ستاسي ساتونکی نه یم.

هغوی وویل: ای شعیبه! آیا لمونځ دې امر درته کوي چې هغه څه پرېږدو چې پلرونو مو یې عبادت کاوه، یا دا چې په خپلو شتمنیو کې هغه څه ونکړو چې غواړو یې؟ ته په ریښتیا زغمونکی، هوښیار یې.

ويلې: اى قومه! آيا وينئ كه زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل (ولاړ) يم او له خپلې خوا يې ښه روزي هم راكړې وي، او دا هم نه غواړم چې له كومو كارو تاسو ايساروم، هغه په خپله وكړم، زه (ستاسو) له اصلاح پرته بل څه نه غواړم څومره چې كولى شم، او دا توفيق مې هم يوازې په الله دى، په هماغه مې بروسه ده او د هماغه لور ته ورګرځم.

او اى قومه! زما سره دښمني مو د دې سبب نه شي چې تاسو ته هغسې عذاب در ورسي لكه د نوح قوم ته چې رسېدلى و، يا د هود قوم ته يا د صالح قوم ته، او د لوط قوم خو له تاسو څه لرې نه دى.

او له خپل رب څخه مو بخښنه وغواړئ بيا د هغه لور ته وروګرځئ، بې شکه زما رب مهربان مينه ناك دى.

هغوى وويل: اې شعيبه! ستا په زياترو خبرو موږ نه پوهېږو او په خپل منځ كې دې كمزورى وينو، او كه ستا دغه (كافر) خپلوان نه وى نو په كاڼو به مو ويشتلى وې او پر موږ خو څه عزتمن نه يې.

(شعيب) وويل: ای قومه! آيا زما خپلوان پر تاسي له الله څخه زيات درانه دي؟ او هغه مو تر څټه شاته غورځولي، بې شكه زما رب له هغه څه را چاپېر دى چې تاسو يې كوئ.

او ای زما قومه! تاسو په خپله كړنلاره كار كوئ، زه به يې په خپلې كوم، زر به وپوهېږئ چې په چا داسې عذاب راځي چې شرموي يې او څوک دروغجن دى؟ او انتظار كوئ، زه هم درسره انتظار كوونكى يم.

او كله چې زموږ امر (د ع‍ذاب) راغى شعيب او هغه كسان مو وژغورل چې له ده سره يې ايمان راوړى و په خپل رحمت سره، او كومو كسانو چې ظلم كړى و، يوې سختې چغې راونيول نو بيا سهار په خپلو كورونو كې پړمخې مړه پر زنګنو پراته و.

لكه چې له سره پكې اوسېدلي نه وو، واورئ! مدين ته هماغه شان لرې والى دى (د الله له رحمته) لكه چې ثموديانو ته لرې والى و.

او خامخا موسى (علیه السلام) مو له خپلو نښانو او څرګند دليل سره ولېږلو.

فرعون او د هغه قوم سردارانو ته، خو هغوى د فرعون د حكم تابعداري وكړه او د فرعون حكم په سمه لار برابر نه وو.

هغه به د قيامت په ورځ د خپل قوم مخكښ شي نو اور ته به يې ننباسي او د ورتګ څومره بد ځاى دى چې څوك وروستل شي.

او په دې دنيا كې هم لعنت ورپسې شو او د قيامت په ورځ هم، بده بدله ده چې وركړې شوې.

دا د هغو كليو خبرونه دي چې تاته يې بيانوو، ځينې يې لا پرځاى ولاړ او ځينې رېبل شوي دي.

او موږ ظلم ورباندې نه دى كړى خو هغوى پر خپلو ځانونو ظلم وكړ او هغو معبودانو يې هېڅ شى ترې ايسار نه كړل چې دوى به له الله پرته رابلل، كله چې ستا د رب امر راغلو، او له هلاكته پرته يې څه ورزيات نه كړل.

او ستا د رب نيول خو همداسې وي كله چې هغه سيمې راونيسي كومې چې ظالمې وي، بې شكه د هغه نيول سخت دردناک دي.

بې شکه په دې كې د هغه چا لپاره نښه ده چې د آخرت له عذابه ويريږي، دا يوه داسې ورځ ده چې خلک به ورته راټول شي او داسې ورځ ده چې ورته به حاضر شي.

او نه وروسته كوو هغه، مګر يوې معلومې نېټى ته.

هغه ورځ چې راشي نو د هغه له اجازې پرته به يو كس هم نه غږيږي، نو بيا به څوک بد بخته وي او څوک نېكبخته.

څوک چې بدبخته وي، نو د هغوى به په دوزخ کې ستمېدل (په اوچت آواز سا اېستل) او پشېدل (په ټيټ آواز سا راښكل) وي.

تلپاتې په هغه كې تر څو چې آسمانونه او ځمكه وي، مګر دا چې ستا رب څه وغواړي، بې شكه ستا رب د هغه څه كوونكى دى چې اراده يې وكړي.

او هر هغه چې نېکبخته شول نو په جنت كې به تل تر تله اوسېدونكي وي تر څو چې آسمانونه او ځمكه وي، مګر دا چې ستا رب څه وغواړي، دا يوه نه غوڅېدونكې (ختمېدونكې) وركړه ده.

نو ته د هغه څه په اړه شک كې مه لوېږه چې دا خلک يې عبادت کوي، دوى یوازې هماغسې عبادت كوي لكه چې مخكې يې پلرونو كولو او بې شکه موږ پرته له څه نيمګړتيا د هغوى د برخې پوره وركوونكي يو.

او بې شكه موسى (علیه السلام) ته مو كتاب وركړى و خو په هغه كې هم اختلاف وشو او كه ستا د رب له خوا مخكې يوه خبره نه وى شوې نو (اوس) به يې ترمنځ پرېکړه شوې وه، او بې شکه دوى د هغه په اړه په پرېشانوونكي شک كې دي.

او بې شكه ستا رب به دوى ټولو ته خپلې پوره بدلې وركړي، يقيناً هغه د دوى په كړو وړو ښه خبر دى.

نو ته او تا سره چې چا توبه اېستلې په هماغه لاره ټينګ اونېغ اوسئ څنګه چې درته امر شوى او سرکښي مه کوئ، بې شكه هغه ستاسو په كړو وړو ليدونكى دى.

او هغو خلكو ته مه ور كږېږئ چې ظلم يې كړې، بيا به اور در ورسي، او نه به وي تاسو ته له الله پرته دوستان، بیا به درسره مرسته ونشي.

او د ورځې دواړو خواو او د شپې څه شېبو كې لمونځ ترسره كوه بې شکه نيكي بدي له منځه وړي، دا پند اخيستونكو لپاره يوه يادونه ده.

او صبر كوه، ځكه چې بې شکه الله د نيكي كوونكو اجر نه ضايع كوي.

نو ولې تاسو نه مخكې قومونو كې داسې د خير خلک موجود نه شول چې په ځمكه كې يې له فساده منع كړي وى، پرته له هغو لږو كسانو چې هغوى مو ترې وژغورل، او هغه چې ظالمان وو نو په هغو خوندونو پسې شول چې دوى پكې سوكاله شوي وو، او دوی مجرمان وو.

او ستا رب داسې نه دى چې په ظلم سره كلي تباه كړي حال دا چې اوسېدونكي يې سمون راوستونكي وي.

او كه ستا رب غوښتي وى نو ټول خلک به يې يوه ډله ګرځولي وو، خو (داسې يې ونه كړه) دوى به همېشه سره اختلاف كوونكي وي.

پرته له هغه کسانو چې رب دې رحم پرې كړى وي، او د همدې لپاره خو يې پيدا كړي دي، او ستا د رب هغه وينا ترسره شوه چې (ويلي يې وو) زه به جهنم له پېريانو او انسانانو ټولو ډكوم.

او د پېغمبرانو دا ټول خبرونه چې پرتا يې لولو هغه (دي) چې ستا زړه پرې ډاډه كوو، او په دغو كې تا ته حق او نصيحت او د مومنانو لپاره پند راغلى دى.

او هغو خلكو ته چې ايمان نه راوړي، ووايه چې تاسو په خپله طریقه عمل كوئ موږ په خپله طریقه عمل كوونكي يو.

او انتظار كوئ موږ هم انتظار كوونكي يو.

او خاص الله لره دى (علم په) غيب د آسمانونو او ځمكې او ټول امر (چارې) هماغه ته ورګرځولى شي نو د هغه عبادت وکړه او پر هماغه بروسه كوه او ستا رب له هغو چارو ناخبره ندى چې تاسو يې كوئ.