The Noble Qur'an Encyclopedia
Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languagesThe cave [Al-Kahf] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Ayah 19
Surah The cave [Al-Kahf] Ayah 110 Location Maccah Number 18
وَكَذَٰلِكَ بَعَثۡنَٰهُمۡ لِيَتَسَآءَلُواْ بَيۡنَهُمۡۚ قَالَ قَآئِلٞ مِّنۡهُمۡ كَمۡ لَبِثۡتُمۡۖ قَالُواْ لَبِثۡنَا يَوۡمًا أَوۡ بَعۡضَ يَوۡمٖۚ قَالُواْ رَبُّكُمۡ أَعۡلَمُ بِمَا لَبِثۡتُمۡ فَٱبۡعَثُوٓاْ أَحَدَكُم بِوَرِقِكُمۡ هَٰذِهِۦٓ إِلَى ٱلۡمَدِينَةِ فَلۡيَنظُرۡ أَيُّهَآ أَزۡكَىٰ طَعَامٗا فَلۡيَأۡتِكُم بِرِزۡقٖ مِّنۡهُ وَلۡيَتَلَطَّفۡ وَلَا يُشۡعِرَنَّ بِكُمۡ أَحَدًا [١٩]
او په همدې (عجيبه) توګه مو راويښ هم كړل چې خپلو كې سره وپوښتي، نو يوه يې وويل: څومره به (دلته) ځنډېدلي ياست؟ ويلې يوه يا نيمه ورځ، بيا يې سره وويل: الله ښه پوه دى چې څومره ځنډېدلي ياست، خو يو كس مو له دغو سپينو روپيو سره ښار ته واستوئ چې وګوري كوم يوه سره ښه پاک خواړه دي نو بيا دې له هماغه نه څه خواړه درته راوړي او نرمي او هوښياري دې كوي او هېڅوک دې نه درباندې خبروي.