عربيEnglish

The Noble Qur'an Encyclopedia

Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languages

The Cow [Al-Baqara] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Ayah 178

Surah The Cow [Al-Baqara] Ayah 286 Location Madanah Number 2

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُتِبَ عَلَيۡكُمُ ٱلۡقِصَاصُ فِي ٱلۡقَتۡلَىۖ ٱلۡحُرُّ بِٱلۡحُرِّ وَٱلۡعَبۡدُ بِٱلۡعَبۡدِ وَٱلۡأُنثَىٰ بِٱلۡأُنثَىٰۚ فَمَنۡ عُفِيَ لَهُۥ مِنۡ أَخِيهِ شَيۡءٞ فَٱتِّبَاعُۢ بِٱلۡمَعۡرُوفِ وَأَدَآءٌ إِلَيۡهِ بِإِحۡسَٰنٖۗ ذَٰلِكَ تَخۡفِيفٞ مِّن رَّبِّكُمۡ وَرَحۡمَةٞۗ فَمَنِ ٱعۡتَدَىٰ بَعۡدَ ذَٰلِكَ فَلَهُۥ عَذَابٌ أَلِيمٞ [١٧٨]

اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسي (په قصد سره) وژل شویو (قتل شویو کسانو) کې قصاص فرض کړل شوی دی. اصیل (آزاد) په اصیل باندې (قصاصېږي) او مریی په مریي (قصاصېږي) او ښځه په ښځه باندې (قصاصېږي). نو که چا ته (مصلحتاً) د ده د (مسلمان) ورور له طرفه څه بخښنه وشوه، نو لازمه ده (په دې عفوه کوونکي) مطالبه د دېت (له قاتله) په ښې طریقې سره او ورکول (د دېت دی) هغه ته په غوره طریقې سره، دا کار (د قصاص جواز، یا دیت، یا عفوه) ستاسې د رب له لوري اسانتيا او رحمت دى، كه له دې (پرېکړې) وروسته څوك تېری وكړي د هغه لپاره دردوونكى عذاب دى.