The Noble Qur'an Encyclopedia
Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languagesThe Cow [Al-Baqara] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Ayah 196
Surah The Cow [Al-Baqara] Ayah 286 Location Madanah Number 2
وَأَتِمُّواْ ٱلۡحَجَّ وَٱلۡعُمۡرَةَ لِلَّهِۚ فَإِنۡ أُحۡصِرۡتُمۡ فَمَا ٱسۡتَيۡسَرَ مِنَ ٱلۡهَدۡيِۖ وَلَا تَحۡلِقُواْ رُءُوسَكُمۡ حَتَّىٰ يَبۡلُغَ ٱلۡهَدۡيُ مَحِلَّهُۥۚ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوۡ بِهِۦٓ أَذٗى مِّن رَّأۡسِهِۦ فَفِدۡيَةٞ مِّن صِيَامٍ أَوۡ صَدَقَةٍ أَوۡ نُسُكٖۚ فَإِذَآ أَمِنتُمۡ فَمَن تَمَتَّعَ بِٱلۡعُمۡرَةِ إِلَى ٱلۡحَجِّ فَمَا ٱسۡتَيۡسَرَ مِنَ ٱلۡهَدۡيِۚ فَمَن لَّمۡ يَجِدۡ فَصِيَامُ ثَلَٰثَةِ أَيَّامٖ فِي ٱلۡحَجِّ وَسَبۡعَةٍ إِذَا رَجَعۡتُمۡۗ تِلۡكَ عَشَرَةٞ كَامِلَةٞۗ ذَٰلِكَ لِمَن لَّمۡ يَكُنۡ أَهۡلُهُۥ حَاضِرِي ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ [١٩٦]
او (یوازې) د الله لپاره حج او عمره ادا کړئ، نو که چېرې ایسار شوئ (د حج او عمرې له پوره کولو)، نو د توان په اندازه هدیه (قرباني) وکړئ او خپل سرونه (وېښتان) مه خرئی تر څو چې قرباني خپل ځای ته نه وي رسېدلي، خو كه څوك له تاسې نه ناروغ وي يا يې په سر كې څه تكليف وي (او له دې امله خپل سر وخريي) نو هغه دې د فديې په توګه روژې ونيسي، يا دې خيرات ورکړي، يا دې قرباني وكړي. نو کله چې په امن کې شوئ (او تاسې دحج له ورځو وړاندې مكې ته ورسېدئ) نو چا چې له تاسې څخه له حج نه وړاندې له عمرې څخه ګټه واخيستله، هغه دې د خپل وس په اندازه قرباني وكړي، او كه (قرباني) یې ونه موندله، نو درې روژې دې په حج كې ونيسي او اوه روژې چې کله (خپل ځای ته) ستانه شئ، دا لس پوره ورځې دي دا (حکم د حج تمتع) د هغه چا لپاره دی چې کورنۍ (ځای یې) په مسجد الحرام کې نه وي. او له الله و وېرېږئ او پوهه شئ چې الله تعالی سخت عذاب ورکوونکی دی.