عربيEnglish

The Noble Qur'an Encyclopedia

Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languages

The Cow [Al-Baqara] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Ayah 217

Surah The Cow [Al-Baqara] Ayah 286 Location Madanah Number 2

يَسۡـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلشَّهۡرِ ٱلۡحَرَامِ قِتَالٖ فِيهِۖ قُلۡ قِتَالٞ فِيهِ كَبِيرٞۚ وَصَدٌّ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَكُفۡرُۢ بِهِۦ وَٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ وَإِخۡرَاجُ أَهۡلِهِۦ مِنۡهُ أَكۡبَرُ عِندَ ٱللَّهِۚ وَٱلۡفِتۡنَةُ أَكۡبَرُ مِنَ ٱلۡقَتۡلِۗ وَلَا يَزَالُونَ يُقَٰتِلُونَكُمۡ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمۡ عَن دِينِكُمۡ إِنِ ٱسۡتَطَٰعُواْۚ وَمَن يَرۡتَدِدۡ مِنكُمۡ عَن دِينِهِۦ فَيَمُتۡ وَهُوَ كَافِرٞ فَأُوْلَٰٓئِكَ حَبِطَتۡ أَعۡمَٰلُهُمۡ فِي ٱلدُّنۡيَا وَٱلۡأٓخِرَةِۖ وَأُوْلَٰٓئِكَ أَصۡحَٰبُ ٱلنَّارِۖ هُمۡ فِيهَا خَٰلِدُونَ [٢١٧]

پوښتنه کوي له تا نه (اې محمده!) د حرام (عزت) میاشتې په اړه، له جنګ کولو په دې کې (چې روا دی که ناروا؟) ووایه (ته اې محمده!) چې جنګ کول په دې (میاشتو) کې (عمداً) لویه ګناه ده او منع کول له لارې (دین) د الله څخه او پر الله کفر کول او (منع کول له) مسجد حرام نه او ایستل د اهل د مسجد حرام له هغه څخه ډېره لویه (ګناه) ده په نزد د الله تعالی (له قتاله په اشهر الحرام کې). او فتنه (له دېن څخه د خلکو ایستل) ډیره لویه (ګناه) ده له جنګ څخه. او همیشه به وي دوی (کافران) چې جنګ به کوي له تاسي سره تر هغو پورې چې بیرته وګرځوي دوی تاسي له دین څخه ستاسي که يې لاس ورسېږي. او هر څوک چې وګرځي له تاسي څخه له خپل دین نه، پس مړ شي په داسې حال کې چې کافر وي، نو برباد دي (تیر) عملونه د دوی په دنیا او آخرت کې او دغه کسان خاوندان د اور (د دوزخ) دي. هم دوی به په دې (اور) کې تل وي.