عربيEnglish

The Noble Qur'an Encyclopedia

Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languages

The Cow [Al-Baqara] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Ayah 228

Surah The Cow [Al-Baqara] Ayah 286 Location Madanah Number 2

وَٱلۡمُطَلَّقَٰتُ يَتَرَبَّصۡنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلَٰثَةَ قُرُوٓءٖۚ وَلَا يَحِلُّ لَهُنَّ أَن يَكۡتُمۡنَ مَا خَلَقَ ٱللَّهُ فِيٓ أَرۡحَامِهِنَّ إِن كُنَّ يُؤۡمِنَّ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِۚ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِي ذَٰلِكَ إِنۡ أَرَادُوٓاْ إِصۡلَٰحٗاۚ وَلَهُنَّ مِثۡلُ ٱلَّذِي عَلَيۡهِنَّ بِٱلۡمَعۡرُوفِۚ وَلِلرِّجَالِ عَلَيۡهِنَّ دَرَجَةٞۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ [٢٢٨]

او طلاقې کړی شوې ښځې دې انتظار کوي په ځانو خپلو (له نکاح نه تر) درې حیضونو (کاملو) پورې او نه دی روا دوی لره چې پټ کړي هغه څه چې پیداکړي الله تعالی د دوی په رحمونو کې که دوی پر الله او د آخرت پر ورځ ایمان لري. او د دوی مېړونه حقدار دي چې بېرته یې راوګرځوي په دې موده کې که چېرې د جوړښت اراده لري (په خپلو منځو کې). او د دوی (ښځو) لپاره هغه (حقوق) دي څرنګه چې پر دوي (ښځو) لازم دي په غوره طریقه، البته نارينه پر هغوی يوه درجه (فضيلت) لري. او الله ښه غالب (د احکاموپه انفاذ) او ډېر تدبیر والا دی (چې هر کار په حکمت او مصلحت سره کوي).