The Noble Qur'an Encyclopedia
Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languagesThe Cow [Al-Baqara] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Ayah 231
Surah The Cow [Al-Baqara] Ayah 286 Location Madanah Number 2
وَإِذَا طَلَّقۡتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَبَلَغۡنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمۡسِكُوهُنَّ بِمَعۡرُوفٍ أَوۡ سَرِّحُوهُنَّ بِمَعۡرُوفٖۚ وَلَا تُمۡسِكُوهُنَّ ضِرَارٗا لِّتَعۡتَدُواْۚ وَمَن يَفۡعَلۡ ذَٰلِكَ فَقَدۡ ظَلَمَ نَفۡسَهُۥۚ وَلَا تَتَّخِذُوٓاْ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ هُزُوٗاۚ وَٱذۡكُرُواْ نِعۡمَتَ ٱللَّهِ عَلَيۡكُمۡ وَمَآ أَنزَلَ عَلَيۡكُم مِّنَ ٱلۡكِتَٰبِ وَٱلۡحِكۡمَةِ يَعِظُكُم بِهِۦۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٞ [٢٣١]
او کله چې طلاق ورکړئ تاسو ښځو ته (رجعي طلاق) او د هغو د عدت نېټه نږدي شي، نو (یا یې) په ښه توګه له ځان سره ایسارې کړئ او (یا یې) په غوره طریقه رخصت کړئ او یوازې د ځورولو لپاره يې مه ايساروئ چې له حده تېری وکړئ. او څوک چې دا کار وکړي نو پر خپل ځان یې ظلم وکړ او د الله پر آیاتونو ملنډې مه وهئ او یاد کړئ د الله تعالی نعمت پر تاسي او هغه چې پرتاسي له کتاب او حکمت نه نازل شوي دي چې تاسي ته پر هغو الله پند درکوي او له الله نه ووېرېږئ او پوه شئ چې بېشکه الله تعالی پر هر څه ښه پوه دی.