The Noble Qur'an Encyclopedia
Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languagesThe Cow [Al-Baqara] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Ayah 253
Surah The Cow [Al-Baqara] Ayah 286 Location Madanah Number 2
۞ تِلۡكَ ٱلرُّسُلُ فَضَّلۡنَا بَعۡضَهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖۘ مِّنۡهُم مَّن كَلَّمَ ٱللَّهُۖ وَرَفَعَ بَعۡضَهُمۡ دَرَجَٰتٖۚ وَءَاتَيۡنَا عِيسَى ٱبۡنَ مَرۡيَمَ ٱلۡبَيِّنَٰتِ وَأَيَّدۡنَٰهُ بِرُوحِ ٱلۡقُدُسِۗ وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ مَا ٱقۡتَتَلَ ٱلَّذِينَ مِنۢ بَعۡدِهِم مِّنۢ بَعۡدِ مَا جَآءَتۡهُمُ ٱلۡبَيِّنَٰتُ وَلَٰكِنِ ٱخۡتَلَفُواْ فَمِنۡهُم مَّنۡ ءَامَنَ وَمِنۡهُم مَّن كَفَرَۚ وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ مَا ٱقۡتَتَلُواْ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يَفۡعَلُ مَا يُرِيدُ [٢٥٣]
دا رسولان (چې يادشول) ځينې مو پر ځينو غوره كړي، له دوى نه څوك داسې دي چې الله ورسره كلام (خبرې) كړې او د ځينو يې مرتبې لوړې كړي او د مريمې زوى عيسى ته مو ښكاره معجزې وركړې وې او په پاك روح مو يې مرسته كړې وه. او كه الله غوښتلى نو دوى به نه سره جنګېدل، پس له هغه چې څرګندې معجزې هم ورته راغلې، خو سره وران شول نو ځينو يې ايمان راوړلو او ځينې يې كافر شول او (بياهم) كه الله غوښتي وى نو دوى به نه سره جنګېدل خو الله هغه څه كوي چې اراده يې كوي.