The Noble Qur'an Encyclopedia
Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languagesThe Cow [Al-Baqara] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Ayah 275
Surah The Cow [Al-Baqara] Ayah 286 Location Madanah Number 2
ٱلَّذِينَ يَأۡكُلُونَ ٱلرِّبَوٰاْ لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ ٱلَّذِي يَتَخَبَّطُهُ ٱلشَّيۡطَٰنُ مِنَ ٱلۡمَسِّۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ قَالُوٓاْ إِنَّمَا ٱلۡبَيۡعُ مِثۡلُ ٱلرِّبَوٰاْۗ وَأَحَلَّ ٱللَّهُ ٱلۡبَيۡعَ وَحَرَّمَ ٱلرِّبَوٰاْۚ فَمَن جَآءَهُۥ مَوۡعِظَةٞ مِّن رَّبِّهِۦ فَٱنتَهَىٰ فَلَهُۥ مَا سَلَفَ وَأَمۡرُهُۥٓ إِلَى ٱللَّهِۖ وَمَنۡ عَادَ فَأُوْلَٰٓئِكَ أَصۡحَٰبُ ٱلنَّارِۖ هُمۡ فِيهَا خَٰلِدُونَ [٢٧٥]
كوم خلك چې سود خوري، د هغو حال به د هغه چا غوندې وي چې پېريانو نيولى وي او پر دې حال د هغو د اخته كېدو دليل دا دى چې وایي: تجارت خو هم لكه سود غوندې دى پداسې حال كې چې الله تجارت روا او سود ناروا كړيدى نو چا ته چې د هغه د رب له لوري دا نصيحت ورسېده او په راتلونكي كې يې د سود له خوړولو نه ډډه وكړه، نو څه چې يې مخكې خوړلي هغه خو يې خوړلي دي، د هغه معامله له الله سره ده او څوك چې له دې حكم نه وروسته بيا هم همداسې كار كوي، هغوى دوزخيان دي تل به په كې اوسېږي.