The Noble Qur'an Encyclopedia
Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languagesTaha [Taha] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center
Surah Taha [Taha] Ayah 135 Location Maccah Number 20
طه [1]
نه دی نازل کړی موږ پر تا قرآن دې لپاره چې ته پرې وکړېږې.
مګر يوه يادونه ده، هغه چاته چې وېرېږي.
د هغه ذات له خوا نازل شوى چې ځمكه او هسک آسمانونه يې پيدا كړي.
الرحمن (ډېر زیات مهربان) ذات دی پر عرش پورته شوی دی.
هغه لره دي څه چې په آسمانو، ځمكه، د دواړو تر منځه او لمدې خاورې نه لاندې دي.
او كه ته په لوړ غږ خبره كوې (حاجت نشته) هغه خو په پټ او ډېره پټه خبره هم پوهيږي.
الله تعالی دی؛ نشته حقدار د بندګۍ مګر هغه دی، خاص هغه لره دي ښایسته ښایسته نومونه.
او آیا راغلی تا ته خبر د موسی -علیه السلام-؟
كله چې یې اور وليد، نو خپل ټبر ته يې وويل: لږ تم شئ، ما يو اور وليدو، ښايي تاسو ته كومه سكروټه راوړم، يا په دې اور سره څه لارښوونه ومومم.
پس کله چې راغی هغه (اور ته) نو غږ ورته وکړای شو چې ای موسی (عليه السلام).
یقینا زه (خبرې کوونکی) ستا رب یم نو وباسه خپلې څپلۍ یقینا ته د طوی په پاکه دره کې یې.
او ما غوره کړی يې ته (د پېغمبرۍ لپاره) پس غوږ کیده هغه حکم ته چې تا ته یې وحې کیدلی شي.
بی شکه همدا زه الله یم چې نشته لائق د عبادت بل هېڅوک پرته له ما، پس یوازې ماته عبادت کوه، او لمونځ کوه زما د یادولو لپاره.
بی شکه قیامت راتلونکی دی، نږدې ده چې پټ یې وساتم، څو هر نفس ته د هغه د کړنې (پوره) بدله ورکړل شي.
نو هغه څوک دې ترې ايسار نه كړي چې نه يې مني او خپل هوس پسې روان وي، كنه ته به (هم) هلاک شې.
او څه دي ستا په ښي لاس کې ای موسی؟
نو وویل (موسی-علیه السلام-) دا زما امسا ده تکیه کوم پر دې او وهم (څنډم) په دې سره (پاڼې د ونې چې تویې شي) پر ګډو زما او زما لپاره په دې کې نورې ګټې هم دي.
وویل (الله): وغورځوه دې لره ای موسی.
نو وغورځوله هغه، نو ناڅاپه دا مار و چې منډې یې وهلې.
وویل (الله): ویې نېسه او مه ویرېږه ترې، زر دی ګرځوو موږ دې لره لومړني حالت ته.
او لاس دې تخرګ (ترخ) پورې ولګوه، راوبه وځي تک سپين پرته له عیب نه، دا بله نښه ده.
چې تاته له خپلو سترو نښانو څه دروښيو.
لاړ شه فرعون ته یقینا هغه سرکشي کړې ده.
وویل (موسی -علیه السلام-) ای زما ربه! پرانیځه (پراخه کړه) زما سېنه.
او آسان کړه کار زما.
پرانیځه (وسپړه) زما د ژپې غوټه.
چې پوهه شي (دا خلک) زما په وینا.
او وګرځوه (وټاکه) ماته یو وزیر (مرستیال) زما د کورنۍ نه.
چې هغه زما ورور هارون دى.
په هغه سره مې ملا ټينګه كړې.
او زما په دې كار كې يې راسره برخمن كړې.
تر څو دې ډېره پاكي ووايو.
او تا ډېر یاد کړو.
ته بې شكه پر موږ ليدونكى يې.
ويې ویل (الله): ای موسىٰ غوښتنه دې دركړې شوه.
او يو بل ځل مو هم پر تا احسان كړى و.
كله چې ستا مور ته مو هغه څه وحى (الهام) كړل چې وحى (الهام) كېداى شول.
دا چې هغه په يو صندوق كې واچوه، بيا يې په سيند كې وغورځوه، سيند به يې غاړې ته راواچوي چې زما دښمن او خپله دهغه دښمن به يې راونيسي او له خپل لوري مې پرتا مينه در واچوله چې زما د سترګو لاندې تربيت شې.
كله چې ستا خور روانه وه، بيا يې وويل: آيا داسې څوک دروښيم چې د هغه روزنه وكړي، نو په دې ډول مو بيرته خپلې مور ته ورستون كړې، چې سترګې يې يخې او اندېښمنه ونه اوسي او (هغه وخت) چې يو كس دې وژلى و، نو موږ له غمه وژغورلې او راز راز مو وازمويلې، بيا څو كاله د مدين خلكو كې واوسېدې، بيا له يو تقدير سره سم راغلې اى موسى.
او ته مې د خپل ځان لپاره جوړ كړى يې.
ته او ورور دې زما له نښانو سره ولاړ شئ او زما په يادونه كې سستي مه كوئ.
دواړه فرعون ته ورشئ هغه سرغړاند شوى.
نو دواړه ورته نرمه خبره وكړئ ښايي پند واخلي يا ووېريږي.
دواړو (موسی او هارون) وويل: زموږ ربه! وېرېږو چې هغه به پر موږ بيړه وكړي (په سزا كې) يا به سرکښي وکړي.
(الله) وفرمايل: وېرېږئ مه، زه درسره يم، اورم او وينم.
نو دواړه ورشئ وواياست چې موږ ستا د رب استازي، يو نو بني اسرائيل موږ سره تلو ته پرېږده او مه يې كړوه، دا دى ستا د رب له نښانې سره درته راغلي يو، او په هغه چا سلام دی چې د سمې لارې متابعت وكړي.
بې شكه موږ ته وحى شوې چې عذاب پر هغه چا دى څوک چې (دا خبره) دروغ ګڼي او مخ ګرځوي.
(فرعون) ووېل: نو ستاسو رب څوک دى اى موسىٰ؟
(موسىٰ) وويل: زموږ رب هغه دى چې هر څه ته يې خپل جوړښت وركړ بيا يې ورته لار وښودله.
ووېل (فرعون): دا پخوا چې كوم نسلونه تېر شوي څه حال يې و؟
(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: د هغو علم زما رب سره په يو كتاب (لوح محفوظ) كې دى، زما له ربه نه څه وركېداى شي او نه څه هېروي.
هغه چې تاسو ته يې زمكه فرش ګرځولې، په هغې كې يې لارې درته غځولې او له آسمانه يې اوبه درته راتويې كړي دي، بيا په دې سره موږ هر ډول شنيلى راباسو، رنګ په رنګ.
خورئ او خپل څاروي وڅروئ، يقيناً په دې كې د هوښيارانو لپاره نښانې شته.
له همدې (زمكې) مو تاسو پيدا كړئ، همدې ته مو بېرته ورولو او له همدې به مو بل وار (هم) راوباسو.
او موږ هغه (فرعون) ته خپلې ټولې نښانې وروښودې خو دروغ يې وګڼلې او ويې نه منلې.
(الله تعالی) وویل: ای موسى آيا دې لپاره راته راغلى يې چې په خپلو كوډو مو له خپل وطنه وباسې.
نو خامخا به همدغسې كوډې درته راوړو، نو زموږ او ستا ترمنځ د وعدې نېټه وټاكه چې نه به يې موږ مخالفت كوو او نه ته، يو منځنى هوار ځاى.
(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: د وعدې نېټه مو هماغه د اختر ورځ، او دا چې خلک دې (هم) څاښت مهال راغونډ كړى شي.
نو فرعون بېرته وګرځېد، خپلې دسيسې يې راټولې كړې، بيا راغى.
موسىٰ (علیه السلام) دوى ته وويل: تباه شئ! په الله پورې دروغ مه تړئ، كنه په څه عذاب به مو هلاک كړي، او چا چې دروغ پرې وتړل هغه خامخا نامراده شو.
نو په خپل كار كې يې ترمنځه اختلاف وكړ او هغه راز يې سره پټ كړو.
هغوى وويل: دا دواړه خامخا كوډګران دي غواړي چې تاسو په خپلو كوډو سره له خپل وطنه وباسي او ستاسو دا مثالي (غوره) طريقه له منځه يوسي.
نو خپل چلونه رايو ځاى كړئ او بيا صف صف (کتار کتار) راشئ او بې شكه نن هماغه بريالى دى چې برلاسى شو.
هغوى (کوډګرانو) وويل: ای موسىٰ يا به يې ته غورځوې، يا به موږ ړومبي غورځونكي شو؟
(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: نه تاسي يې وغورځوئ، نو يو دم يې رسۍ ګانې او كونټۍ په كوډو سره موسىٰ (علیه السلام) ته ځغلېدونكې وبرېښېدلې.
نو موسىٰ (علیه السلام) په خپل زړه كې وېره ومونده.
موږ وويل: مه وېرېږه، همدا ته برلاسى يې.
او څه دې چې په لاس كې دي هغه وغورځوه، دوى چې څه جوړ كړي هغه به له ستوني تېروي، دا څه يې چې جوړ كړي، د كوډګرټګي ده، او كوډګر چې هر چېرته راشي نه بريالى كيږي.
نو كوډګر په سجده پرېوتل، وېلې موږ د هارون او موسىٰ -علیهما السلام- رب ومنلو.
(فرعون) وويل: تاسو ايمان راوړو مخكې له دې چې زه اجازه دركړم؟ ښكاري چې همدى ستاسو هغه مشر دى چې كوډې يې درښوولې دي، نو حتماً به مو لاسونه او پښې ردوبدلې سره پرې كړم او د كجورو په ونو كې به مو راځوړند كړم او خامخا به وپوهېږئ چې په موږ كې د كوم يوه عذاب سخت او پايښت لرونكى دى.
(كوډګرو) وويل: تا به هېڅکله په هغه څه غوره ونه ګڼو چې د ښكاره نښانو له جملې موږ ته راغلې، په هغه ذات قسم چې موږ يې پيدا كړي يو، نو ته چې څه كوې هغه وكړه، ته ايله د همدې دنيايي ژوند فيصله كولاى شې.
موږ په خپل رب ايمان راوړى چې زموږ ګناهونه او دغه كوډې چې تا پرې مجبور كړلو راوبخښي، او الله ډېر غوره او باقي پاتې كېدونكى دى.
بې شکه هر څوک چې له مجرموالي سره خپل رب ته ورشي نو د هغه لپاره جهنم دى، چې نه به پكې مري او نه به ژوند كولاى شي.
او څوک چې هغه ته مومن ورشي په داسې حال کې چې سم كارونه يې هم كړي وي، نو د هغوى لپاره لوړې درجې دي.
د تل استوګنې جنتونه چې ترلاندې به ويالې بهيږي، تل تر تله اوسېدونكي پكې، او دا (یوازې) د هغه چا بدله ده چې ځان يې پاک كړى وي.
او موسىٰ (علیه السلام) ته مو وحى وكړه چې زما بندګان شپې مهال درسره وباسه او په سيند كې وچه لار ورته جوړه كړه، له شانه د ګيرېدو ډار هم مه كوه او هم مه وېرېږه.
نو فرعون له خپلو لښكرو سره ورپسې شو چې بيا د سيند هغه څه ورباندې راخپور شو كوم چې پرې راخپور شوى و.
او (په دې شان) فرعون خپل قوم بې لارې كړ او سمه لار يې ور ونه ښوده.
ای بني اسرائيلو! موږ له خپل دښمنه وژغورلئ او د طور ښي اړخ ته مو (ستاسي د حاضرېدو لپاره) وخت وټاكلو او پر تاسو مو ترنجبين او مړزان رانازل كړل.
خورئ، هغه پاكيزه شيان چې موږ در روزي كړي او په هغو كې زياتى (بخل يا ناشكرى) مه كوئ، كنه بيا به مې غضب در باندې پرېوځي او په هر چا چې زما غضب پرېوځي نو هغه (پكې) وغورځېد (هلاک شو).
او زه خامخا هغه چاته ښه بخښونكى يم چې توبه يې ووېسته، ايمان يې راوړو، ښه عمل يې وكړ بيا په سمه لار برابر شو.
او څه شي له خپل قومه را ګړندى كړې اى موسىٰ؟
وېلې: دا دي هغوى راپسې دي او ما ځكه بيړه درته راوكړه چې ته رانه رضا شې اې زما ربه!
(الله) وفرمايل: ښه نو موږ خو ستا قوم له تا وروسته په ازميښت كې واچولو او سامري هغوى بې لارې كړل.
بيا موسىٰ -علیه السلام- خپل قوم ته ډېر په غوسه او خواشينى راستون شو، ویې ویل: زما قومه! آيا ستاسو رب يوه غوره وعده نه وه درسره كړې؟ آيا دا موده درباندې اوږده شوه، كه غوښتل مو چې د خپل رب له خوا غضب درباندې نازل شي چې ما سره مو وعده خلافي وكړه.
هغوى ويل: موږ خو په خپل اختيار ستا له وعدې خلاف نه دی كړی، خو پر موږ د (فرعون) د قوم له ګاڼو نه څه پېټي بار شوي وو نو هغه مو وغورځول او همداسې سامري هم څه وغورځول.
بيا يې د خوسكي يوه څېره ورته راووېسته چې رمباړه يې هم درلوده، نو دوى وويل چې همدا ستاسو معبود هم دى او د موسىٰ -علیه السلام- معبود هم، خو له هغه هېر شوى.
آيا نو دوى نه ګوري چې هغه نه خبره ورګرځولاى شي او نه دوی ته د تاوان او ګټې واک لري؟
او هارون -علیه السلام- لارړومبى ورته ويلي و چې ای زما قومه! تاسو په دې سره ازميښت كې غورځېدلي ياست، او يقيناً ستاسو رب خو رحمن دى نو ما پسې راځئ او خبره مې ومنئ.
هغوى وويل: خامخا به د هغه په عبادت ټينـګ ولاړ يو څو چې موږ ته موسىٰ راستون شي.
(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: ای هارونه! كله چې د هغوى بې لاريتوب دې وليد نو څه شي ايسار كړى وې؟
دا چې زما متابعت دې ونكړ، آيا زما له امره دې سرغړونه وكړه؟
ووېل (هارون -علیه السلام-) ای زما د مور زويه! مه مې له ږيرې نيسه او مه له سره، زه خو له دې وډار شوم چې بيا به ته وايې: د بني اسرائيلو ترمنځ دې بېلتون واچولو او زما وينا ته دې ونه كتل.
(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: سامريه ستا څه خبره وه؟
(سامري) وویل: ما داسې څه كتلي وو چې هغوى نه وو كتلي، نو د هغه رسول (جبريل -علیه السلام-) له پله مې يو موټى راپورته كړ او هغه مې بيا وغورځولو، په همدې توګه زما نفس يو څه راته ښكلي كړل.
(موسىٰ -علیه السلام-) وويل: ځه نو، ته به ټول ژوند همدا وايې چې (لاس مه راوړئ!) او يقيناً ستا لپاره يوه وعده ده چې هېڅكله به يې مخالفت ونه كړى شي، او خپل هغه معبود ته دې ګوره چې ته يې په عبادت ټينـګ ولاړ وې، موږ به هغه وسوځوو او ميده ميده به يې په سيند كې ورواچوو.
بې شکه ستاسو معبود هماغه الله دى چې له هغه پرته كوم بل معبود نشته، له هر څه نه د هغه علم راچاپېر دى.
موږ همدغسې د پخوانيو تېر شوو خبرونو بيان درته كوو، او خاص له خپله لوري مو تاته يو ذكر (درس) دركړى دى.
هر څوک چې له هغه نه مخ واړوي نو د قيامت په ورځ به دروند پېټى پورته كړي.
او دوى به تل ترتله په هغه (عذاب) كې وي او د قيامت په ورځ هغوى لپاره دا ډېر بد پېټى دى.
هغه ورځ چې په شپېلۍ كې پو كړى شي او مجرمان په هغه ورځ شين سترګي راغونډ كړو.
خپلو كې به پټ پټ سره وايي چې (دنيا كې به) تاسو ايله لس (ورځې) ځنډېدلي ياست.
موږ په هغه څه ښه پوه يو چې دوى يې وايي، كله چې یې ډېر عادل (هوښيار) وايي تاسو خو ايلگه پوه ورځ ځنډېدلي ياست.
او هغوى د غرونو په هكله درنه پوښتنه كوي، نو ورته وايه چې زما رب به يې ټوټه ټوټه والوزوي.
نو هوار ډاګ به يې پرېږدي.
چې بيا به هېڅ ټيټه هسكه پكې نه وينې.
هغه ورځ به ټول د يو بلونكي متابعت كوي چې له هغه به هېڅ كوږوالى نه وي، او ټول غږونه به د رحمٰن پر وړاندې خپ شي نو پرته له كښاري (پسپسک) به څه نه اورې.
په هغه ورځ به شفاعت څه ګټه نه رسوي مګر چاته چې رحمٰن اجازه وركړې وي او خبره يې خوښه كړي.
د دوى په مخكې وروستو (حالاتو) هغه پوهېږي خو دوى په هغه (پوره) علم نه لري.
او د تل ژوندي او سمبالونكي (الله) په وړاندې به د خلكو مخونه (سرونه) ټيټ شي او نامراد هغه څوک شو چې د ظلم (ګناه) بار يې پورته كړى وي.
او څوک چې ښه كارونه وكړي او دى مومن وي نو بيا به نه له ظلمه وېرېږي او نه له تاوانه.
او په همدې توګه مو دا عربي قرآن نازل او په هغه كې مو راز راز اخطارونه راوړي دي، تر څو هغوى (له شره) ځان وساتي يا څه نصيحت ورته پيدا كړي.
نو هماغه اوچت الله رښتينى باچا دی، او په قرآن (لوستلو) كې بيړه مه كوه، له هغه مخكى چې تاته يې وحى پوره شوې نه وي او (دا) وايه چې زما ربه! زما علم نور هم زيات كړې.
او په تحقیق سره موږ آدم ته يو حكم كړى و له دې مخكې، خو هېر يې كړ او په هغه كې مو ټينـګتيا ونه مونده.
او كله چې موږ ملايكو ته وويل: آدم ته سجده وكړئ! نو ټولو سجده وكړه، پرته له ابليس، هغه انكار وكړ.
نو موږ وويل: ای آدمه! دا ستا او ستا د مېرمنې دښمن دى، نو (ګوره چې) له جنته مو را ونه باسي بيا به (ډېر) وكړېږې.
(اوس خو) تا لره بې شكه دا حال دى چې نه پكې (جنت کې) وږى كيږې او نه بربنډېږې.
او نه تږى كيږې پكې او نه دې ګرمي كيږي.
خو شيطان هغه ته وسوسه ورواچوله وېلې اې آدمه! د همېشني ژوند او نه ختمېدونكې پاچاهۍ ونه دروښيم؟
بيا دواړو له هغې (ونې) وخوړل نو (سمدلاسه) يې يو بل ته عورتونه ښكاره شول، او په هغو پورې د جنت د پاڼو په نښلولو لګيا شول، او نافرماني وکړه آدم د خپل رب (له حکم څخه) او له سمې لارې واوښت.
خو رب يې هغه بيا غوره كړ، توبه يې ورقبوله كړه او هغه ته يې لارښوونه وكړه.
او (الله) وفرمايل: دواړه (ډلې، شيطان او انسان) ټول ترې كوز شئ، تاسي به يو د بل دښمنان ياست، نو چې زما له خوا څه لارښوونه درشي نو چا چې زما د لارښوونې متابعت وكړ، هغه به نه بې لارې او نه بدبخته شي.
او څوک چې زما له ذكره مخ واړوي، هغه لپاره تنـګ ژوند دى او د قيامت په ورځ به يې ړوند راپاڅوو.
بيا به وايي زما ربه ولې دې ړوند راپاڅولم زه خو سترګور وم.
(الله) به وفرمايي: همدغه شان زموږ آيتونه تاته راغلي و خو هېر دې كړل او همداسې به نن ته هم هېرېږې.
او همدا راز بدله وركوو هغه چاته چې له حده اوښتى وي او د خپل رب آيتونه يې نه وي منلي او د آخرت عذاب خامخا ډېر سخت او تلپاتې دى.
آيا دا نه ده ورته څرګنده شوې چې له دوى مخكې مو څومره پېړۍ هلاکې كړي دي چې (اوس) يې دوى په کورونو كې ګرځي، په دې كې يقيناً د هوښيارانو لپاره ډېرې نښانې دي.
او كه ستا د رب له خوا د يوې خبرې فيصله نه وى تېره شوې او يوه نېټه نه وى ټاكل شوې نو خامخا به د دوى هلاكت هم لازمي و.
نو دوى چې څه وايي په هغو صبر كوه او د خپل رب له ستاينې سره د هغه پاكي وايه، مخكې له لمر ختلو او مخكې له ډوبېدو يې او د شپې په (څه) شېبو كې يې هم پاكي وايه او د ورځې په څنډو كې هم، ښايي ته راضي شې.
او هغو شيانو ته سترګې مه ور اړوه چې د دوى بېلا بېلو خلكو ته مو د دنيايي ژوند د ښكلا په توګه دې لپاره وركړي چې هغوى پكې وازميو، او ستا د رب دركړ شوې روزي غوره او تلپاتې ده.
او خپل اهل (ټبر) ته د لمانځه امر كوه او خپله هم پرې ټينـګ اوسه، موږ له تا څه روزي نه غواړو، روزى خو موږ دركوو او ښه انجام (د) تقوىٰ (خاوندانو) لره دى.
او (کافران) وايي: ولې (محمد -صلی الله علیه وسلم-) موږ ته د خپل رب نه كومه نښانه رانه وړه؟ آيا دوى ته د هغه څه ښكاره دليل نه دى راغلى چې په ړومبنيو صحيفو كې و؟
او كه موږ د هغه (محمد -صلی الله علیه وسلم-) له راتګ مخكې په كوم عذاب سره دوى هلاک كړي وى نو بيا به يې خامخا ويل چې ولې دې موږ ته كوم رسول راونه لېږلو چې ستا د آيتونو متابعت مو كړى وى، مخكې له هغه چې موږ وشرمېږو او رسوا شو.
ووایه: ټول خلک انتظار کوونکي دي نو تاسې هم انتظار وکړئ، زر دی چې تاسې به پوه شئ چې څوک دي خاوندان د برابرې لارې او چا هدايت موندلى دى.