The Noble Qur'an Encyclopedia
Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languagesThe Light [An-Noor] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Ayah 61
Surah The Light [An-Noor] Ayah 64 Location Maccah Number 24
لَّيۡسَ عَلَى ٱلۡأَعۡمَىٰ حَرَجٞ وَلَا عَلَى ٱلۡأَعۡرَجِ حَرَجٞ وَلَا عَلَى ٱلۡمَرِيضِ حَرَجٞ وَلَا عَلَىٰٓ أَنفُسِكُمۡ أَن تَأۡكُلُواْ مِنۢ بُيُوتِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ ءَابَآئِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ أُمَّهَٰتِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ إِخۡوَٰنِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ أَخَوَٰتِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ أَعۡمَٰمِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ عَمَّٰتِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ أَخۡوَٰلِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ خَٰلَٰتِكُمۡ أَوۡ مَا مَلَكۡتُم مَّفَاتِحَهُۥٓ أَوۡ صَدِيقِكُمۡۚ لَيۡسَ عَلَيۡكُمۡ جُنَاحٌ أَن تَأۡكُلُواْ جَمِيعًا أَوۡ أَشۡتَاتٗاۚ فَإِذَا دَخَلۡتُم بُيُوتٗا فَسَلِّمُواْ عَلَىٰٓ أَنفُسِكُمۡ تَحِيَّةٗ مِّنۡ عِندِ ٱللَّهِ مُبَٰرَكَةٗ طَيِّبَةٗۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلۡأٓيَٰتِ لَعَلَّكُمۡ تَعۡقِلُونَ [٦١]
نه پر ړانده څه باك شته، نه پر ګوډ، ناروغ او نه خپله پر تاسي چې له خپلو كورونو څه وخورئ، يا د خپلو پلرونو له كورونو، يا مو د ميندو له كورونو، يا مو د وروڼو له كورونو، يا مو د خويندو له كورونو، يا مو د ترونو له كورونو، يا مو د تریندو (عمه ګانو) له كورونو، يا مو د ماماګانو له كورونو، يا مو د توړۍ ګانو (خاله ګانو) له كورونو، يا له هغو كورونو چې کنجیګانې (چابيانې) يې ستاسو په لاس كې وي او يا مو د ملګري له كوره، په دې كې هم څه باك نشته چې تاسو يو ځاى ګډ خوراك وكړئ يا بېل بېل، خو كله چې كورونو ته ننوتئ نو پر خپلو كسانو سلام اچوئ، د الله له لوري يوه (ټاكل شوې) د خير دعا، بختوره پاكيزه (خبره)، همدغه شان الله تاسي ته خپل آيتونه بيانوي، ښايي چې تاسي له عقله کار واخلئ.