عربيEnglish

The Noble Qur'an Encyclopedia

Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languages

The family of Imran [Aal-e-Imran] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center

Surah The family of Imran [Aal-e-Imran] Ayah 200 Location Madanah Number 3

الم [1]

الله هغه ذات دى چې له ده پرته بل معبود نشته، تل ژوندى ښه سمبالونكى ښه تدبیر والا دى.

په حقه يې پر تا داسې كتاب نازل كړى چې د مخكنيو تصديقونكى دى، او تورات او انجيل يې هم نازل كړي.

له دې (قرآن) څخه یې مخکې د خلكو لارښوونې لپاره، او نازل کړی یې دی فرقان (جدا کوونکی د حق او باطل)، یقینا هغه کسان چې کفر یې کړی دی پر آیتونو د الله تعالی، دوی لره سخت عذاب دی، او الله تعالی ځواکمن او بدله اخستونکی دی.

دا خو هماغه ذات دى چې د مېندو په ګېډو كې ستاسي صورتونه (شکلونه) چې څنګه يې خوښه وي همغسې يې جوړوي. له هغه مقتدر حكمت والا څخه پرته بل هېڅوک لایق د عبادت نشته.

هغه ذات دى چې پر تا يې كتاب نازل كړ، له هغه څخه څه اّيتونه محكم (څرګندې معنا والا) دي چې دا د كتاب بنسټ دى او نور يې متشابه (بې ټاكلې معنا) دي، نو د چا زړونو كې چې كوږوالى وي هغوى يې د فتنې او اصلي معنا په لټون متشابهاتو پسې درومي، حال دا چې په اصلي معنا يې يوازې الله پوهيږي او په علم كې پاخه او کلک كسان بيا وايي: موږ پرې ايمان راوړى، دا ټول زموږ د رب لخوا دي او پند نه اخلي مګر د عقل خاوندان.

(هغوى دعا كوي چې) زموږ پروردګاره! كله چې تا موږ پر سمه لاره روان کړي يو، نو بيا مو هېڅكله زړونه مه كږوه، موږ ته د خپلې پېرزوينې له زيرمې نه رحمت را پر برخه كړه چې بېشکه همدا ته حقيقي لوروونكى يي.

ای زموږ پروردګاره! ته هرومرو يوه ورځ د ټولو خلكو غونډوونكى يې، چې د هغې په راتګ كې هيڅ شك نشته، الله هېڅكله له خپلې وعدې څخه اووښتونكى نه دى.

بېشكه هغوى چې كافران شوي، مالونه او اولادونه به يې د الله د عذاب څخه بچ نه کړي، او همدوى خپله به د اور سون (خشاک) وي.

حال د دوی په شان د حال د فرعون د تابعدارانو دی، او هغه کسان چې له دوی څخه مخکې و، زموږ آیتونه یې دروغ وګڼل نو الله تعالی پر خپلو ګناهونو ونیول، او الله سخت عذاب ورکونکی دی.

(نو اى محمده!) كومو خلكو چې ستا د دعوت له منلو څخه انكار كړی دى، هغو ته ووايه چې هغه وخت نږدې دى چې تاسي به مغلوب شئ او د دوزخ لوري ته به په منډه منډه وروستل شئ او دوزخ ډېر بد استوګنځى دى.

يقيناًِ تاسي لپاره په هغو دوو ډلو كې د عبرت يوه نښه وه، چې ( په بدر كې) يوه له بلې سره په جنګ شولې، يوه ډله د الله په لار كې جنګېدله او بله ډله د كافرانو وه، ليدونكو په سترګو دوی لره خپل دوه چنده ليدل، او د الله چې چا ته خوښه شي په خپل بري او نصرت ورسره مرسته كوي د بصيرت خاوندانو لپاره په دې كې ستر درس پروت دى.

خلكو ته د خوندورو شيانو (لكه) د ښځو، زامنو، د سرو او سپينو زرو راغونډ شوو مالونو، نښاني شوو اسونو، څارويو او كرهڼې مينه ښايسته شوې ده، خو دا (ټول) د دنيايي ژوند متاع (ګټه او سامان) دى، او (يوازې) د الله خوا ته د ورتګ ښه ځاى دى.

ورته وايه! ايا له دې نه په غوره څه مو خبركړم؟ د هغو كسانو لپاره چې تقوى يې كړي له خپل رب سره يې داسې باغونه دي چې ويالې ترې لاندې بهيږي، همېشه به پكې اوسېدونكي وي او پاكيزه جوړې او د الله رضامندي او الله د بندګانو ښه ليدونكى دى.

هغوى چې وايى: ای زموږ ربه! بېشكه موږ ايمان راوړى نو زموږ ګناهونه راته و بخښه او د اور له عذابه مو وساته.

همدوی صابران، رښتيني، غاړه اېښودونكي، خيرات وركوونكي او په سهارونو كى بخښنه غوښتونكي خلك دي.

الله په خپله د دې خبرې شاهدي وېلې ده چې له هغه پرته بل هېڅوک مستحق د عبادت نشته او پرښتې او ټول اهل علم هم په ريښتينې او منصفانه توګه پر دې شاهدان دي چې له هغه زورور با حكمته څخه پرته په واقع كې هېڅ بل لایق د عبادت نشته.

بېشکه الله ته منلى دين اسلام دى او د اهل كتابو مخالفت خو د خپل منځي ضد له امله يوازې له هغه وروسته و چې علم ورته راغى او څوك چې د الله له اّيتونو منكر شي نو بېشكه الله ډېر زر حساب والا دى.

اوس كه داخلك له تا سره شخړه وكړي، نو دوی ته ووايه : ما او زما پيروانو خو د الله پر وړاندې د تسليمۍ سر ښكته كړی دى. او له اهل كتابو او غير اهل كتابو (مشركانو) دواړو څخه پوښتنه وكړه: آيا تاسي هم د هغه اطاعت او بندګي منلې ده؟ كه يې منلې وه نو سمه لار يې وموندله، او كه يې ورڅخه مخ اړولى؛ نو پر تا يوازې د پېغام رسولو مسؤوليت و، نور الله په خپله د خپلو بندګانو د چارو ليدونكى دى.

كوم خلك چې د الله د حكمونو او لارښوونو له منلو څخه انكار كوي او (د هغه) پېغمبران په ناحقه وژني او داسې خلك هم وژني چې په عدل کولو امر کوي، نو هغو ته د دردناك عذاب زيرى وركړه.

دا هماغه خلک دي چې په دنيا او اّخرت كې يې عملونه برباد شوي دي او د دوى لپاره څوك مرستندويان نشته.

آيا ته نه وینې هغه خلک چې د كتاب یوه برخه وركړل شوې، (خو اوس ) چې د خداى كتاب ته و بلل شي ترڅو په منځ كى يې پريكړه وشي نو يوه ډله يې (له حقه) مخ ګرځوي حال دا چى دوى (تل) مخ اړوونكى دى.

دا په دې چې دوى وايې له څو شمېرلو ورځو پرته به اور (دوزخ) راونه رسيږي، هماغه خپلو دروغو چې جوړول به يى، په خپل دين كې دوكه كړل.

نو څه حال به يې وى كله يې چې راغونډ كړو هغې ورځې ته چې شك پكى نشته او هر چاته به د خپل عمل پوره بدله وركړل شي او ظلم به نه ورسره كيږي.

ووايه: ای الله! د پاچاهۍ واكمنه! دا ته چې چا ته وغواړې پاچاهى وركوې او بېرته پاچاهى اخلې له چا نه دې چې خوښه شي، او چا ته چې وغواړې عزت وركوې او چا ته چې وغواړې خواروې يې، ښېګڼه ستا په لاس كې ده همدا ته په هر شي واکمن يې.

مومنان دې پرته له مؤمنانو (نور) كافران په دوستۍ نه نيسي، او هرچا چې دا (كار) وكړ نو له الله سره په هيڅ شى كې نه دی مګر دا چې په څه ډول ځان ترې وساتئ او الله مو د خپل ځان (له عذاب) څخه وېروي او ورتګ د الله لورته دى.

ورته وايه: كه پټوئ څه مو چې په سينو (زړونو) كې دي يا يې څرګندوئ، الله پرې پوهيږي او (همدا راز) په هر هغه څه پوهيږي چې په آسمانونو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي او الله پر هر څه قادر دى.

هغه ورځ چې هر څوك به تيار حاضر ومومي څه چې ښېګړه يې كړې وي او څه چې يې بد كړي وي، دا به خوښوي چې ارمان د ده او دغه بد (عمل) ترمنځ لرې واټن واى، او الله تاسو له خپل ځانه وېروي او الله پر بندګانو ډېر مهربان دى.

(اى پېغمبره! خلكو ته) ووايه: كه تاسي په رښتيا له الله سره مينه لرئ نو زما د پيروۍ لاره غوره كړئ، الله به له تاسي سره مينه وكړي او ستاسې خطاوې به دروبخښي هغه ډېر ښه بخښونكى او د رحمت څښتن دى.

ووايه: د الله او رسول تابعداري وکړئ نو كه یې مخ واړولو، نو بېشکه الله کافران نه خوښوي.

بېشکه الله غوره كړي دي اّدم، نوح او د ابراهيم او عمران اولاد پر ټولو خلكو[د خپلې زمانې].

دوى یو د بل اولاد وو، او الله د هر څه اورېدونكى او پوه دى.

كله چې د عمران ښځې وويل زما ربه! زما په ګېډه كې چې څه (ماشوم) دى، هغه مې تا ته نذر کړی، نو له ما يې قبول كړه، بېشكه همدا ته ښه پوه اورېدونكى يې.

بيا چې كله يې هغه ماشوم وزېږاوه؛ نو ویې وېل: زما پروردګاره! ما خو جینۍ وزېږوله او الله په هغه څه چې زېږولی یې و ښه پوه و، او هلك خو د جینۍ غوندې نه وي. او ما هغه مريم ونوموله او زه هغه او د هغې اولاد له رټلی شوي شيطان څخه ستا پناه کې درکوم.

نو د هغې رب هغه په ښه توګه قبوله كړه، او ښه روزنه ورکړه، او زكريا يې پالنه وکړه، هر کله به چې زكريا د هغې عبادتځای ته ورننوت نو د هغې سره به روزي موندله، ویې ویل ای مریمې! دا دې له کومه کړل؟ هغې به ویل: د الله له لوري، بېشکه الله چې چا ته وغواړي بې حسابه روزي وركوي.

دلته نو زكريا خپل رب ته دعا وكړه ویې ويل: زما ربه! له خپل لوري دې ما ته پاكيزه اولاد راكړه؟ بېشكه ته خو د دعا ښه اوريدونكى يې.

نو پرښتو ورته په داسې حال کې غږ وكړ چې هغه عبادتځای كې په لمانځه ولاړ و، چې الله تا ته د يحيى زيرى دركوي هغه به د الله له لوري د يوې کلمې تصدیقونکی، سردار او ځان ساتونکی (له شهواتو) او له صالحانو یو نبي وي.

ویې ووېل: زما ربه! زما به زوى له كومه شي، حال دا چې بوډاتوب مې رارسېدلی دی او ښځه مې (هم) شنډه ده؟ ويې فرمايل: (همداسې به وشي) د الله چې څه خوښه وي كوي یې.

ویې ویل: ای زما ربه! څه نښه خو راته وټاکه، ويې فرمايل: نښه دې دا ده چې درې ورځې به پرته له اشارې خلکو سره خبرې نشې کولای، او خپل رب ډېر يادوه، او سهار او ماښام د هغه پاكي وایه.

او کله چې پرښتو وویل اى مريمې! الله ته غوره كړې، پاکه کړې او د ټولو خلکو پر ښځو يې غوره ګرځولې یې.

اى مريمې! رب ته دې غاړه كيږده، سجده كوه او ركوع كونكو سره ركوع كوه.

دا پټ خبرونه دي چې موږ يې تا ته وحي کوو، او ته خو هغه مهال دوی سره نه وې چې کله دوی خپل قلمونه غورځول چى د مريم پالنه به څوك كوي، او هغه مهال هم ورسره نه وې چې هغوی شخړه کول.

كله چې پرښتو ووېل: اى مريمې! الله تا ته له خپل لورې د يوې کلمې زيرى دركوي، چې نوم به یې مسيح عيسى زوی د مريم وي، په دنيا او اخرت كې به د عزت څښتن وي. د الله له نږدې بندګانو به وي.

له خلكو سره به په زانګو كې هم خبرې وكړي او په زړښت كې به يې هم وكړي، او له صالحینو به وي.

و وېل (مریمې) زما پروردګاره! څرنګه به ما لره زوی وي چې هیڅ بشر را باندې نه دی لګېدلی، ویې فرمایل: همداسې، الله چې څه وغواړي کوي یې، کله هم چې د څه پرېکړه وکړي نو ایله دومره ورته وایي چې وشه نو وشي.

او بني اسرائيلو ته به د پېغمبر په توګه ( وایي) چې زه ستاسې د رب له لوري له یوې لویې نښې سره تاسي ته راغلى يم زه درته له خټې څخه د مرغۍ په شان څېره جوړوم نو په هغې كې پوكوم، او د الله په حکم به (ژوندی) مرغه شي، او د الله په حکم مورزادى ړوند او پيس (برګی) روغوم او مړي به ژوندي كوم، او خبروم به مو چې تاسي په خپلو کورونو کې څه خورئ او څه زېرمه كوئ، بېشکه په دې كې تاسي ته لویه نښه ده كه رښتیا ايمان لرونكي ياست.

او زه د تورات تصديقونكي يم چې له ما مخكې و او ترڅو ځيني هغه شيان هم درته حلال كړم چې پرتاسو حرام شوي وو او د الله له لوري مو له يوې لويې نښې سره درته راغلى يم نو الله نه ووېرېږئ او خبره مې ومنئ.

بېشکه الله زما رب دى او هم ستاسي، نو ویې لمانځئ، همدا سمه نېغه لار ده.

نو كله چې عيسى د دوى كفر معلوم كړ، ويلې د الله په لور مې څوك ملګري دي؟ حواريانو وويل: موږ د الله ( د دين) ملګري يو، په هماغه الله مو ايمان راوړى او ته هم شاهد اوسه چې موږ مسلمانان يو.

ای زموږ ربه! په هغه څه مو ایمان راوړی چې تا نازل کړي او د دې رسول پېروي مو کړې نو موږ له شاهدانو سره ولیکه.

هغوی پټ تدبیر وکړ، الله هم تدبیر وکړ، او الله ښه تدبیر نیونکی دی.

كله چې الله وفرمايل: اى عيسى بېشكه زه دې وفات كونكى (يا اخيستونكى) او خپل لور ته پورته کونكى يم، او له كافرانو ستا پاكونكى، او تر قيامته پر كافرانو ستا د تابعدارانو اوچتونكى يم، بيا مو زما خواته راتله دي نو ستاسو ترمنځ به هغه څه فيصله كړم چې اختلاف كوئ پكې.

پس څوک چې کافر شوي هغوی ته به په دنيا او اخرت کې سخت عذاب وركړم او دوی لره به مرستندوى نه وي.

او چا چې ایمان راوړی او ښه کارونه یې کړي، نو پوره بدلې به ورکړي، او الله ظالمان نه خوښوي.

بېشكه د الله پر وړاندې د عیسی مثال اّدم ته ورته دى چې له خاورې يې پيدا كړ بيا یې ورته وويل (بشر) شه نو (بشر) شو.

دا حق ستا د رب له لوري دى نو له شكمنو مه كيږه.

نو څوك چې په دې كى ناندرۍ درسره وهي، وروسته له هغه علمه چې درته راغلى نو ورته وايه راځئ چې راوغواړو زموږ زامن او ستاسو زامن او زموږ ښځې او ستاسو ښځې او موږ په خپله او تاسو په خپله بيا زاري او عاجزي وكړو او په دروغجنو د الله لعنت ووايو.

بېشكه دا ريښتینی بيان دی، او له الله پرته بل معبود نشته او بېشکه الله حكمت والا برلاسى دى.

نو كه وګرځېدل نو بېشکه الله په فسادیانو ښه پوه دی.

ورته وايه اى اهل كتابو هغه څه ته راشئ چې زموږ او ستاسو ترمنځ يو برابر دى، دا چې د الله نه پرته بل څه به نه لمانځو، نه به څه شى ورسره شريكوو او نه به څوك الله نه پرته يو بل د خدايانو په توګه نيسي، نو كه وګرځېدل بيا ورته ووايئ تاسو شاهدان اوسئ چې موږ مسلمانان يو.

اى اهل كتابو! تاسو د ابراهيم (علیه السلام) په اړه ولې له موږ سره ناندرۍ وهئ؟ حال دا چې تورات او انجيل خو نه و نازل شوی مګر له ده وروسته، ایا عقل نه کاروئ.

خبردار تاسو هماغه خلك ياست چې شخړه مو وكړه په هغه څه كې چې څه پوهه مو پكې درلوده نو په هغه څه كې ولې شخړه كوئ چې نه ورباندې پوهېږئ او الله پوهيږي خو تاسو نه پوهېږئ.

ابراهيم (علیه السلام) خو نه يهودي وْ نه نصراني، بلكې حق پلوی مسلمان وْ او له مشركانو څخه نه وْ.

بېشکه ابراهیم علیه السلام ته له ټولو خلکو نږدې خامخا هغه څوک دي چې د ده پیروي یې کړې او دا نبي دی او هغوی چې ایمان یې راوړی، او الله د مومنانو مل دی.

له اهل كتابو يوه ډله دا خوښوي چې تاسي بې لارې کړي، خو له خپلو ځانو پرته بل څوک نشي بې لارې کولای او دوی نه پوهېږي.

اى اهل كتابو! ولې د الله په ايتونو کافران کېږئ حال دا چې تاسي خپله شاهدي ورکوئ؟

له اهل كتابو يوه ډله وايي چې د ورځې په سر کې هغه څه ومنئ چې پر مومنانو نازل شوي، او د ورځې په پای کې پرې کافر شئ؛ ښايي دوی هم ترې بېرته راوګرځي.

او له هغه پرته چې ستاسو د دين متابعت يې كړى، په بل چا باور مه كوئ، ورته وايه بېشكه هدايت خو همدا د الله هدايت دى، دا چې يو چاته هغه څه وركړ شي چې تاسو ته دركړى شوي، يا دا چې د خپل رب پر وړاندې مو حجت درباندي راوړي، ورته وايه: (دا) فضل (لورينه) د الله په لاس ده، چاته يې چې غواړي وركوي يې او الله ډېر پوه د پراخۍ والا دى.

څوک چې وغواړي د خپلې لورینې (رحمت) لپاره یې ځانګړی (غوره) کوي، او الله د ستر فضل خاوند دی.

او له اهل كتابو ځينې هغه دي چې كه په يوه خزانه يې امين كړې هم بېرته به يې درسپاري، او ځينې يې هغه څوك دي چې كه په يو دينار يې امين كړې نو هم بېرته يې نه درسپاري مګر كه تل پرې ولاړ وې، دا ځكه چې دوى ويل: په دې اميانو كې پرموږ څه ګناه نشته او پر الله دروغ وايي او دوى (ښه) پوهيږي.

داسې نه ده؛ هر چا چې خپله وعده (ژمنه) پوره کړه او ځان یې وساته نو بېشکه الله هم متقیان خوښوي.

بېشكه هغوى چې د الله په ژمنه او خپلو قسمونو لږه بيه پيري، دې خلكو ته نه په اّخرت كې څه برخه شته، نه به الله خبرې ورسره كوي نه به د قيامت په ورځ ورګوري، نه به يې پاكوي او دوى لپاره دردناك عذاب دى.

او له دوى نه خامخا يوه ډله ده چې په كتاب (لوستو) ژبې داسې اړوي څو تاسو يې له كتابه وګڼئ حال دا چى هغه له كتابه نه دي او دوى وايي چې هغه د الله له لوري دي حال دا چې هغه د الله له خوا نه دي او پر الله دروغ وايي او دوى (ښه) پوهيږي.

دا خو هيڅ بشر ته نه ښايي چې الله ورته د كتاب، حكم (دشريعت پوهه) او نبوت وركړي او بيا خلكو ته وايي چې له الله پرته زما بندګان شئ مګر (داسې ووايي چې) رب پالونكي شئ ځكه چې تاسو خو به نورو ته دا كتاب ورښودلو او په خپله به مو (هم) لوستلو.

او هغه داسې امر نه درته كوي چې ملايكې او پېغمبران معبودان ونيسئ، نو آيا وروسته له هغه به هم د کفر امر درته كوي چې تاسو مسلمانان شوئ.

او كله چې الله له پېغمبرانو ژمنه واخيسته چې كله مې كتاب او حكمت دركړ، بيا كه يو داسې پېغمبر درشي چې تاسو سره د موجود كتاب تصديقونكى وي نو خامخا به ايمان پرى راوړئ او ملاتړ به يې كوئ! (بيايى) وفرمايل: آيا په دې اقرار کوئ او زما دا پېټى (ټينګه وعده) مو واخيست، دوى ويل اقرار كوو، ويې فرمايل نو شاهدان اوسئ او زه هم درسره له شاهدانو يم.

نو څوك چې له دې وروسته وګرځېد نو همدوى په خپله فاسقان دي.

آيا د الله له دينه پرته (بل دين) لټوي؟ حال دا چې هر هغه څه چې په آسمانو او ځمكه كې دي په خوښه او ناخوښه يې هغه ته غاړه اېښې او هغه ته ورګرځول كيږي.

وايه موږ خو په الله ايمان راوړى او په هغه چې پرموږ نازل شوي او پر ابراهيم، اسماعيل، اسحاق، يعقوب او پر اولاده يې نازل شوي او هغه چې موسى، عيسى او نورو نبيانو ته يې د خپل رب له خوا وركړل شوي د دوى ترمنځ يوه كې هم فرق نه كوو او موږ همده ته غاړه اېښودونكي يو.

او هر څوك چې له اسلامه پرته بل دين لټوي نو هيڅكله به ترې قبول نه شي او هغه به په اّخرت كې له تاوانيانو وي.

الله به څنګه هغه قوم ته هدايت وكړي چې له خپل ايمانه وروسته كافران شي حال دا چې دوى (په خپله) شاهدي وركړې چې دا رسول حق دى او څرګندې نښې هم ورته راغلي او الله داسې ظالم قوم ته هدايت نه كوي.

تلپاتې به وي په هغه كې، چې نه به ترې عذاب سپك شي او نه به مهلت وركړل شي.

پرته له هغو چې له دې وروسته یې توبه وویسته او سم شول، نو بېشکه بیا الله بخښونکی مهربان دی.

بېشكه هغوى چې وروسته له خپل ايمانه كافران شول بیا یې په كفر كې (ښه) زياتوالى وكړ، نو هيڅكله به يې توبه قبوله نه شي، او همدا دوى بې لارې دي.

بېشكه هغوى چې كافران شول او د كفر په حال کې مړه شول، نو هيڅكله به د دوى له يوه هم د ځمكې په ډكوالي سره زر، ونه منل شي كه هغه فديه وركوي، دې خلكو ته درد ناك عذاب دى او هيڅ مرستندوى يې نشته.

تر هغه به نېکۍ ته ونه رسئ څو چې له خپلو ګرانو شيانو مو څه خيرات كړي نه وي او كوم شى چې تاسو يې لګوئ (د الله په لاركې) نو الله ښه ورباندې پوه دى.

ټول خواړه د بني اسرائیلو لپاره حلال وو، مګر هغه څه چې اسرائیل (یعقوب علیه السلام) پر ځان حرام كړي وو، مخكې له دې چې تورات نازل شي، ووایه: نو تاسي تورات راوړئ، بيا یې ولولئ، كه تاسو رښتیني یاست.

ووایه: الله رښتیا ویلي نو د ابراهيم د دین متابعت وکړئ چې حق پلوی ؤ، او له مشرکانو څخه نه ؤ.

بېشکه لومړنی کور چې خلکو ته جوړ شوی (عبادت لپاره) هماغه دی چې په مکه کې دی، برکتي او ټولو خلکو ته لارښود دی.

په دې (کوټه) کې ښکاره نښې دي (ځینې يې) مقام د ابراهیم دی، او هر څوک چې ننووت دې (کعبې) ته، نو په امن کې شو او پر خلکو د الله دا (فرض حق) دی، د دې کور (بیت الله) حج (قصد کول په نیت د حج)، پر هغه چا چې هغه (بیت الله) ته د تګ توان لري او څوک چې کافر شو (د دې امر له منلو انکار وکړي)، نو بېشکه چې الله له ټولو عالمیانو بې نیازه دی.

ووایه: اې اهل کتابو! ولې د الله پر آیاتونو (قرآن) کفر کوئ، او تاسې چې څه کوئ الله پرې شاهد (خبر) دی.

ووایه: ای اهل کتابو! ولې د الله له لارې هغه څوک ایساروئ چې ایمان یې راوړی او کوږوالی ورته لټوئ حال دا چې تاسو شاهدان یاست، او الله له هغه څه چې تاسو یې کوئ نا خبره نه دی.

ای مومنانو! که د اهل کتابو د کومې ډلې پېروي مو وکړه نو له خپل ایمان راوړلو وروسته به مو بیرته کافران کړي.

او تاسو به څنګه کافران کېږئ حال دا چې د الله آیتونه درباندې لوستل کېږي او رسول یې هم په تاسو کې دی، او څوک چې په الله منګولې ټينګې کړي نو بېشکه نیغې لارې ته یې ښوونه وشوه.

ای مومنانو! الله نه ووېرېږئ څرنګه وېرېدل چې ښایي، او مه مرئ مګر دا چې تاسو مسلمانان وئ.

او تاسو ټول د الله په رسۍ منګولې ولګوئ اوګوندي مه كوئ او د الله هغه نعمت درياد كړئ چې كله په خپلو كې دښمنان وئ بيا يې ستاسو د زړونو ترمنځ مينه واچوله نو د ده په نعمت (لورينه) سره ورونه ورونه شوئ، او تاسو د اور د يو ګړنګ پرغاړه وئ نو ترې ويې ژغورلئ، په همدې ډول الله تاسو ته خپل اّيتونه بيانوي ترڅو په سمه لار (ټينګ) شئ.

او باید له تاسي یوه ډله داسې وي چې خلک خیر ته رابلي، او پر نېکۍ امر کوي او له بدۍ منعه کوئ او همدا کسان کامیاب دي.

او د هغو په شان مه کیږئ چې بېل شول او اختلاف یې وکړ وروسته له هغې چې څرګندې نښې ورته راغلې، او دوی لپاره ستر (لوی) عذاب دی.

په هغه ورځ چې سپین به شي (ځینې) مخونه (د مؤمنانو) او تور به شي (ځینې) مخونه (د کافرانو). پس هغه کسان چې تور شوي دي مخونه د دوی (نو وبه ویل شي دوی ته) آیا له ایمان راوړلو وروسته کافران شوي یاست؟ نو وڅکئ عذاب په سبب د دې چې تاسي کافر کیدئ.

او هر چې هغوی دي چې مخونه به یې سپین شي، نو د الله په رحمت کې به وي، دوی به تل (همیشه) په کې وي.

دا د الله آیتونه دي چې په حقه یې درباندې لولو، او الله پر نړیوالو د ظلم اراده نه لري.

او خاص الله تعالی لره دي څه چې په آسمانو کې دي او څه چې په ځمکه کې دي او ټولې چارې هم الله ته ورګرځول كېږي.

تاسي هغه غوره ډله ياست چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره راویستل شوېده تاسي د نيكۍ امر كوئ او له بديو منعه، او پر الله ايمان لرئ كه دغو كتابيانو ايمان راوړى واى؛ نو دهمدوى لپاره ښه وه، په هغو كې ځينې مومنان هم شته؛ خو د دوى زياتره سرغړوونكي دي.

له ځورولو پرته بل هېڅ تاوان نه شي در رسولای، او که درسره وجنګېدل نو شا به در واړوي بیا به یې مرسته ونشي.

خواري پرې تپل شوې ده، هر چېرې چې وموندل شي مګر د الله په كومې رسۍ (كه منګولې ولګوي) او د خلكو په كومې رسۍ (او له خوارۍ خلاص شى)، او په الهى غضب اخته شول او (اړتيا) پرې وتپل شوه، دا ځكه چې دوى به د الله پر ايتونو كافر كېدل او په ناحقه به يې نبيان وژل، دا د دې لپاره چې سرغړونه يې وكړه او تېرى يې كولو.

ټول سره برابر نه دي، له اهل کتابو یوه ډله (په حق) ولاړه ده، چې د شپې په شېبو کې د الله آيتونه لولي او دوی سجدې کوي.

او دوى چې څه نيكي کوي د هغې به نا شکري ونشي (ضایع به نشي)، او الله په متقیانو ښه پوه دی.

بېشکه هغوی چې کفر یې وکړ نو مالونه او اولادونه به یې هېڅکله هم د الله (له عذابه) هېڅ شی ترې ایسار نه کړی شي، او دوی د اور والا دي، په هغه کې به تلپاتې وي.

د هغه لګښت مثال چې د دنيا په دغه ژوند كې يې كوي، هغه باد ته ورته دى چې پكې سخت ساړه (يا اور) وي او د هغو خلكو كښت ته ورسي چې پرځانو يې ظلم كړى نو (ټول يې) تباه كړي، او الله خو ظلم نه دى پرې كړى بلكې خپله يې پر ځانو ظلم كاوه.

اى مومنانو! له خپلو (مومنانو) پرته مو څوك د راز ملګرى مه نيسئ، د هيڅ فساد او ضرر كمى او سپما درباندې نه كوي، هغه څه خوښوي چې تاسو پرې كړيږئ، دښمني يې له خولو هم څرګنده شوې خو څه يې چې سينې پټ ساتي تر دې هم ستر دي، دا دى تاسو ته مو نښې (د نفاق) بيان كړې، كه چېرې تاسو عقل كاروئ.

خبردار تاسي اې هغو (مومنانو) چې دوی خوښوئ خو دوى تاسو نه خوښوي او تاسو پر ټولو كتابو ايمان هم لرئ، او چې درسره مخامخ شي، وايي موږ ايمان لرو خو كله چې ګوښي شي نو پر تاسي د ډېرې غوسې له لاسه خپلې ګوتې چيچي، ورته وايه (ځئ)، له ډېرې غوسې دې ومرئ، بېشكه الله پر هغه څه پوه دى چې په سينو كې دي.

كه څه ښه والى در ورسي نو خپه يې كړي، او كه څه كړاو در ورسي نو پرې خوښيږي، او كه صبر او ځان ساتنه وكړئ نو بيا يې چل ول كوم تاوان نه در رسوي، يقيناً دوى چې څه كوي (د) الله (علم او قدرت) ترې راچاپېر دى.

او کله چې سهار له کوره ووتې، او مومنان دې مورچلو کې جګړې ته ځای پرځای کول، او الله ښه پوه اورېدونکی دی.

كله چې له تاسو نه دوو قبيلو د بې زړه توب قصد وكړ حال دا چې الله يې مرستندوى و او مؤمنان دې پر الله بروسه وكړي.

او الله په بدركې (هم) مرسته درسره كړې وه، هغه مهال چې كمزوري وئ نو الله نه وويږئ، ترڅو يې شكر پرځاى كړئ.

او دا (د ملايكو راتګ) يې نه و ګرځولى تاسو ته مگر يو زېرى او چې زړونه مو پرې ډاډه شي، حال دا چې مرسته د ځېرك برلاسي الله نه پرته، له بلې خوا نشته.

ترڅو د كافرانو يو لورى غوڅ يا خوارو زار كړي او نا مراده بيرته وګرځي.

(اى پېغمبره !) د فيصلې په واكمنۍ كښې ستا څه برخه نشته، دالله واك دى كه يې خوښه شي و به يې بخښي او كه وغواړي په سزا به يې ورسوي؛ ځكه چې هغوى تيری كوونكي دي.

او الله لره دي څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، چاته چې وغواړي بخښي يې او چاته چې وغواړي په عذابوي يې او الله مهربانه بخښونكى دى.

له هغه اور نه ځان وژغورئ چې د كافرانو لپاره تيار كړاى شوی دى.

او د الله او رسول حكم ومنئ، تر څو رحم درباندې وشي.

او دخپل رب د بخښنې او هغه جنت په لوري بيړه وكړئ چې پلنوالى يې (لكه) اسمانونه او ځمكه ده، متقيانو ته چمتو شوى.

هغوى چې په پراخۍ او تنګستیا كې لګښت كوي او غوسه زغمونكي او له (بدۍ د) خلكو تېرېدونكي او الله (داسې) نېكان خوښوي.

او هغوى چې كله څه لويه ګناه او يا پرځانو ظلم وكړي نو الله ياد كړي او د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړي او الله نه پرته څوك دي چې ګناه بخښلى شي او په خپلو كړيو (ګناهونو) ټينګارهم نه كوي كله چې ښه پوهيږي.

د دې خلكو بدله د خپل رب له لوري بخښنه ده او داسې باغونه چې ويالې ترې لاندې بهيږي، تلپاتې به وي په هغه كې، او د (ښه) عمل كونكو اجر څومره ښه دى.

له تاسي نه مخكې ډېرې دورې تېرې شوي دي، په ځمكه كښې وګرځئ نو وګورئ چې هغه خلك له څه عاقبت سره مخامخ شول چې هغو ( د الله حكمونو او لارښودنو ته ) د دروغو نسبتونه وكړل.

دا د خلكو لپاره بيان او متقيانو ته هدايت او نصيحت دى.

نو مه سستېږئ او مه خپه كېږئ او همدا تاسي برلاسي ياست كه مؤمنان اوسئ.

كه تاسو ته څه ټپ در ورسېږي نو دښمن قوم ته خو هم دغه شان ټپونه رسېدلي دي او دا ورځې دي چې د خلكو ترمنځ یې اړوو را اړوو، تر څو الله هغه معلوم كړي چې ايمان يې راوړى او له تاسې نه ځينى شهيدان واخلي او الله (داسې) ظالمان نه خوښوي.

او د دې لپاره چې مومنان بېل چاڼ (پاک) كړي او كافران هلاك كړي.

ايا انګېرلې مو ده چې جنت ته به ننوځئ او الله به نه ستاسو مجاهدين معلوم كړي وي او نه صابران؟

او يقيناً چې تاسو به د مرګ هيله كوله چې لا ورسره مخامخ شوي نه وئ نو دا دى اوس خو مو وليد چې پخپله مو ورته كتل.

او محمد (صلی الله علیه وسلم) خو د يو رسول پرته بل څه نه دى چې له ده وړاندې هم رسولان تېرشوي، نو كه هغه ومري يا ووژلى شي تاسو به بېرته په پوندو وګرځئ؟ او هر څوك چې بيرته په پوندو وګرځي نو هيڅكله به الله ته څه تاوان ونه رسوي، او الله به ډېر زر شاكرانو ته اجر وركړي.

اوهيڅ يو كس لره دا (واك) نشته چې ومري مګر د الله په حكم سره په ليكلې ټاكلې نېټه، او څوك چې د دنيا اجرغواړي نو له همدې يې برخه وركوو او څوك چې د اّخرت ثواب غواړي نو له هماغه يې وركوو او زر به شكر وېستونكو ته ښه بدله وركړو.

او ډېر داسې نبيان دي چې په خوا كې يې ډېر خداى پالونكي جنګېدلي دي خو د الله په لار كې ور رسېدلو مصيبتونو له کبله نه سست شول، نه كمزوري شول، او نه یې سرونه ټیټ کړل او الله همداسې صابران خوښوي.

او له دې پرته يې بله خبره نه وه چې ويل به يې: اې زموږ ربه ګناهونه مو راته و بخښه او په خپلو چارو كې زموږ تېرى، زياتى (راوبخښه) او پښې مو ټينګې كړې او پركافر قوم مرسته (برى) راکړه.

نو الله هغوى ته په دنيا هم بدله وركړه او په اّخرت لا غوره ثواب، او الله همداسې نېكان خوښوي.

بلکه الله تعالی ستاسو مولا (مرستندوی) دی، او هغه غوره مرستندوی دی.

زر به د كافرانو په زړونوكې وېره واچوو، په دې چې الله سره يې هغه څه شريك كړل چې كوم دليل يې پرې نه دى نازل كړى او هستوګنځى به يې اور وي، او د ظالمانو ډېر بد ځاى دى.

او بېشكه الله خپله وعده درسره رښتينې كړه كله مو چې هغوى د الله په اذن وژل او ځپل، تر هغه چې بې زړه شوئ او په (خپل) كار كې مو سره شخړه شوه او سرغړاوى مو وكړ، له هغه وروسته چې تاسو ته يې د خوښۍ شيان دروښودل، په تاسو كې خو هم چا دنيا غوښته او چا اّخرت، بيا يې نو ترې راوګرځولئ چې ومو ازمويي او يقيناً ستاسو له ګناه تېر شو او الله خو پر مومنانو د لورينې څښتن دى.

كله چې په بره مو منډې وهلې او هيچاته مو بېرته نه راكتل او رسول له څټه رابللئ نو د غم د پاسه غم سزا يي دركړه تر څو په هغه څه خپه نه شئ چې له لاسه مو وتلي او نه په هغه چې در رسېدلي، او الله په هغه څه ښه خبر دى چې تاسو يې كوئ.

بيا يې له دې غمه وروسته يو ډاډ درباندې راوست چې د پركالۍ په بڼه مو پر يوه ډله خپرېده او يوه بله ډله نو د خپل ځان غم اخيستې وه چې پر الله يې هم ناروا ګومانونه كول، هماغه د جاهليت ګومان، دوى وايي ايا د دې كار څه واك موږ لره شته؟ ورته وايه رښتيا چې كار خو ټول الله لره دى خو دوى په سينو كې څه (خبرې) پټې ساتي هغه چې تا ته يې نه څرګندوي، وايي كه په دې كار كې زموږ څه (واك) واى نو دلته به نه وژل كېدو، ورته وايه كه تاسو په خپلو كورو كى هم واى نو چا ته چې وژل ټاكل شوي و د خپلې مړينې ځاى ته به راوتلي واى، او (دا پېښه) د دې لپاره چې الله وازمايي څه مو چې سينو كې دي او هغه (خبرې) راښكاره كړې چې مو په زړوكې دي او الله د سينو په شته وو ښه خبر دى.

يقيناً ستاسو هغه خلك چې د دواړو ډلو د نښتې په ورځ په شا وګرځېدل، بل څه نه و، شيطان دوى لره د ځينو عملونو په وجه وښويول او الله خو عفو ورته وكړه بېشكه الله زغمونكى بخښونكى دى.

اې مومنانو د هغو په شان مه كيږئ چې كافر شوي او د خپلو ورونو په هكله چې په ځمكه كې به په سفر وتلي وو او يا به غزا كونكي وو نو ويل به يې: كه چېرې دوى موږ سره واى نه به مړه شوي وای او نه به وژل شوي وای، تر څو الله دا خبره د دوى په زړونو كې د يو افسوس په ډول واچوي حال دا چې الله ژوندي كول او مړه كول كوي او الله په هغو كارو چې تاسو يې كوئ ډېر ښه ليدونكى دى.

خو كه د الله په لار كې ووژل شوئ يا مړه شوئ نو د الله له لوري بخښنه او لورينه له هغه څه چې دا نور يې غونډوي ډېره غوره ده.

او كه مړه يا ووژل شوئ نو خامخا به الله ته ورغونډېږئ.

نو د خپل رب په لورينه ورته نرم شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى واى نو دوى ټول به دى له چاپېره خواره شوي وو نو عفو ورته كوه، بخښنه ورته غواړه او په كارو كې مشوره ورسره كوه بيا چې پر څه دې اراده ټينګه شوه نو په الله توكل كوه، يقيناً الله توكل كوونكي خوښوي.

كه الله مو مرسته وكړي نو بيا پر تاسو څوك برلاسى نشته او كه مو پريږدي نو بيا هغه څوك دى چې له ده وروسته مو مرسته وكړى شي؟ او مومنان خو دې (تل) په الله توكل كوي.

او هيڅ نبي سره نه ښايي چې خيانت وكړي او څوك چې خيانت كوي نو د قيامت په ورځ به له خپل خيانت سره راځي بيا نو هر چا چې څه ګټلي وي پوره وركول كيږي او دوى سره هيڅ ظلم نه كيږى.

ښه نو څوك چې (تل) د الله په رضا پسې وي د هغه چا په شان كېداى شي چې د الله په غضب اخته شوى او وروستى ځاى يې جهنم وي؟ او ډېر بد هستوګنځى دى.

دوى له الله سره په درجو درجو (توپير) كې دي او الله د هغه څه ليدونكى دى چې دوى يې كوي.

پرمومنانو د الله احسان شوى چې په دوى كې يې خپله دوى نه يو داسې رسول راولېږلو چې د هغه ( الله) اّيتونه پرې لولي، پاكوي يې (له بديو) او كتاب او پوهه ورښايي، شك نشته چې دوى پخوا څرګنده بې لارۍ كې وو.

آيا نو كله چې يو مصيبت در ورسېد چې د هغه دوه برابره مو (دښمن ته هم) ور رسولى دى نو ويل مو: دا له كومه؟ ورته وايه دا مو له خپلو ځانو، يقيناً الله خو په هرڅه برلاسی دى.

او د دواړو ډلو د نښتې په ورځ چې څه درورسېدل، نو هغه د الله په حكم سره وو، تر څو مومنان معلوم كړي.

او هغه هم معلوم كړي چې منافقت يې وكړ، (هغوى چې) ورته وويل شو راځئ د الله په لار كې وجنګېږئ يا (لږ ترلږه) دفاع خو وكړئ، نو ويل يې: كه موږ په جګړه پوهېدلاى (چې نن كيږي) نو خامخا به درپسې شوي وو، دوى په هغه ورځ له ايمانه لا كفر ته ډېر نږدې وو، په خوله هغه څه وايي چې په زړونو كې يې نشته، او الله خو په هغه څه چې پټ يې ساتي ډېر ښه پوه دى.

هغوى چې (له جګړې) ناست وو او د خپلو وروڼو په هكله يې ويل: كه زموږ يې منلې واى نه به وژل كېدل! ورته وايه: ښه نو له خپلو ځانو مو مرګ ايساركړئ، كه ریښتيني ياست.

او هيڅكله هغه كسان مړه مه ګڼه چې د الله په لار كې وژل شوي، هغوى ژوندي او د خپل رب خوا كې روزي وركول كيږي.

الله چې له خپلې لورينې څه وركړي په هغو خوشاله دي او د هغو كسانو لپاره هم خوشالي كوي چې د دوى تر شا دي او لا يو ځاى شوي نه دي ورسره، ځكه چې په دوى به هيڅ ډار نه وي او نه به دوى خپه كيږي.

او د الله له لوري په نعمت او لورينه خوشالي كوي او دا چى الله د مومنانو اجر نه ضايع كوي.

هغوى چې د الله او د هغه د استازي بلنه يې له هغه وروسته هم ومنله چې ټپونه ور رسېدلي وو، له دوى نه چې هر چا ښېګړه او تقوى وكړه، لوى اجر يې دى.

(دا) هغوى (دي) چې خلكو ورته وويل: بېشكه (ډېر) خلك درته راټول شوي نو وډار شئ ترې، خو دې خبرى د هغوى ايمان لا زيات كړ او ويل به يې الله مو بس دى او هغه ښه كار جوړونكى دى.

نو د الله له نعمت او لورينې سره بېرته راوګرځېدل، هيڅ بد هم ور ونه رسېدل او د الله په رضا پسې هم تللي وو او الله خو د لوى فضل خاوند دى.

(بيا معلومه شوه) دا صرف شيطان و چې خپل ملګري به يې ډارول نو (ګورئ بيا) مه ترې ډارېږئ او ما نه وډار شئ كه تاسو ریښتيا مومنان ياست.

او (ګوره) هغوى دې هم ونه وېروي چې په كفر كې بیړه کوي، هغوى به الله ته هيڅ تاوان ونه رسوي، الله غواړي چې هغوى ته په اّخرت كې څه برخه ونه ټاكي او دوى لره ستر عذاب دى.

بېشكه هغوى چې كفر د ايمان په بيه وپيرلو، هيڅكله به الله ته كوم تاوان ونه رسوي او دوى لره دردناك عذاب دى.

او كافران دې هيڅكله ګومان نه كوي چې زموږ له خوا مهلت وركول به دوى ته غوره وي، موږ خو ايله د دې لپاره مهلت وركوو چې دوى ګناه زياته كړي او سپكونكى عذاب يې وي.

الله داسې نه دى چې مومنان به پرېږدي په همدې حال چې تاسو ياستئ، تر هغو چې پاك او ناپاك سره بېل نه كړي او الله داسې هم نه دى چې پرغيبو مو خبر كړي، خو الله له خپلو رسولانو چې څوك وغواړي غوره كوي، نو په الله او رسولانو يې ايمان راوړئ، او كه ايمان راوړئ او ځان وساتئ نو تاسو لره به لوى اجر وي.

او چا ته چې الله له خپل فضل څخه څه وركړي او دوى بخيلى پرې كوي، هيڅكله دې ګومان نه كوي چې هغه به يې په خير وي، بلكى هغه ورته شر دى، زر ده چې د قيامت په ورځ به يې هغه څه د غاړې امېل شي چې بخيلي يې پرى كوله، او د اسمانو او ځمكې ميراث الله لره دى او الله په هغه څه ښه خبر دى چې تاسو يې كوئ.

الله د هغو خلكو خبره (ښه) اورېدلې چې ويل يې: الله فقير دى او موږ غنيان یو، زر به وليكو څه یې چې ويلي، او په نا حقه د نبيانو وژنه، او (بيا به) ورته وايو: وڅكئ! د سوځونكي اور عذاب.

دا په هغه (ګناه) چې خپلو لاسو مو وړاندې كړي وو او بېشكه الله په بندګانو ظلم كونكى نه دى.

هغوى چې وايي: بېشكه موږ ته خو الله داسې پيغام راكړى چې ترهغو به يو رسول نه منو څو چې يوه داسى قرباني رانه وړي چې اور يې خوري، ورته وايه تاسو ته خوله ما مخكې هم رسولان له څرګندو نښو سره او له هغه څه سره هم راغلي وو چې تاسو وويل نو هغوى مو ولې ووژل؟ كه تاسو رښتيني ياست.

نو كه ته يې دروغجن بللى يې (مه خپه كيږه) له تا مخكې رسولان هم دروغجن بلل شوي چې له ښكاره نښو، صحيفو او روښانه كتاب سره راغلي وو.

هر ساكښ د مرګ څكونكى دى او پوره پوره بدلې به مو يوازي د قيامت په ورځ ترلاسه كوئ، نو څوك چې له اوره خلاص او جنت ته ورننوېستل شو نو بريالى شو او د دنيا ژوند خو له څه غولونكي سامان سودا نه پرته بل څه نه دى.

خامخا به مو په مالونو او ځانوركى وازمايل شئ او حتماً به له هغو چې تاسورنه مخكې كتاب وركړى شوى او له هغورنه چې مشركان شوي، ډېر ضرر (بدې خبرې) واورئ او كه صبر او ځان ساتنه وكړئ نو (بس) همدا د مېړانې او همت كارونه دي.

او كله چې الله له هغو خلكو پوخ لوز واخيست چې كتاب وركړ شوى و، چې خامخا به يې نورو خلكو ته بيانوئ او پټوي به يې نه، خو هغوى شاته وغورځاو او كمه ناڅيزه بيه يې پرې واخيسته نو هغوى څومره بد شى پيري.

ګومان مه كوه، هغوى چې په خپلو كړو خوشاله دي او خوښوى چې په هغو كارو هم وستايل شي چې بيخي يې كړي نه دي نو هيڅكله يې له عذابه خلاصېدونكي مه ګڼه، او دوى لره خو دردناك عذاب دى.

د اسمانو او ځمكى واكمني الله لره ده او الله په هر شى برلاسى دى.

د اّسمانو او ځمكې په پيدايښت او د شپى ورځې په اوښتون كې حتماً عقلمندو ته ډېرې نښې (د عبرت) دي.

هماغه كسان چې په ولاړه، ناسته او اړخونو پراته الله يادوي او د اسمانو او ځمكې په پيدايښت كې سوچونه كوي چې اې زموږ ربه دا خو دې چټي نه دي پيدا كړي، تا لره (عبثياتو نه) پاكي ده نو د اور له عذابه مو وساتې.

زموږ ربه! تا چې څوك اور ته داخل كړ، نو هغه دې خوار كړ او ظالمانو لره څوك مرستندوى نشته.

زموږ ربه! موږ له يو بلونكي څخه د ايمان لور ته بلنه واورېده چې په خپل رب مو ايمان راوړئ، نو ايمان مو راوړو، زموږ ربه نو ګناهونه راته و بخښه او بدۍ مو ورژوه او له نيكانو سره مو وفات كړه.

زموږ ربه! او هغه څه هم راكړه چې د خپلو رسولانو په ژبه دې موږ سره وعده كړې او د قيامت په ورځ مو مه شرموه، يقيناً ته خپله وعده نه ماتوې.

نو د هغوی پالونکي هغوى ته ځواب وركړ چې بېشكه زه له تاسو نه د چا عمل كوونكي هيڅ كار نه ضايع كوم، نارينه وي كه ښځينه (ځكه) تاسى يو له بله (زېږېدلي) ياست، نو چا چې هجرت كړى او له خپلو كورونو اېستل شوي او زما په لار كې ځورېدلي، جنګيدلي او وژل شوي، نو خامخا به يې بدۍ ترې لرې كړم او داسې جنتونو ته به يې داخل كړم چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي (دا) د الله له لوري يوه بدله، او الله سره خو ډېره ښه بدله ده.

(ګوره) چې په ښارونو كې د كافرانو ګرځېدل راګرځيدل دې و نه غولوي.

دا د لږو (ورځو) ګټه اخيستل دي بيا يې ځاى جهنم دى او څومره بد هستوګنځى دى.

خو (بل خوا) هغو كسانو ته چې له خپله ربه وېرېرېدلي داسى جنتونه دي چې ترې لاندې ويالې بهيږي، تلپاتې به وي په هغو كې، (دا) د الله له خوا يوه مېلمستيا، او الله سره چې څه دي هغه نېكانو ته ډېر غوره دي.

او له اهل كتابو نه خامخا ځينې هغه دي چې په الله ايمان راوړي او په هغه څه هم چې تاسو ته نازل شوي او څه چې هغوى ته نازل شوي، الله ته عاجزي كوونكي دي او د الله په ايتونو (دا) لږ غوندى بيه نه پيري، دې خلكو ته يې له خپل رب سره اجر دى، بېشكه چې الله ډېر زر حساب كوونكى دى.

اې مومنانو صبر كوئ، صابر اوسئ، ټينګ اوسئ (په اسلامي سرحد كې) او الله نه وډار شئ تر څو بريالي شئ.