عربيEnglish

The Noble Qur'an Encyclopedia

Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languages

Ya Seen [Ya Seen] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center

Surah Ya Seen [Ya Seen] Ayah 83 Location Maccah Number 36

يس [1]

قسم دی په قرآن حکمتونو والا باندې.

چې له شک پرته ته له رسولانو يې.

(او) پر نېغه لار (روان) يې

نازلول دي د زورور (ذات له خوا چې) رحم کوونکی دی.

تر څو ته يو داسې قوم ووېروې چى د هغوی پلرونه، نيكونه وېرول شوي نه وو او له دې كبله هغوى په غفلت كې غورځيدلي دي.

بیشکه په زياترو باندې (د عذاب) خبره رېښتيا شوې ده نو (اوس) هغوى ايمان نه راوړي.

موږ د هغوی په غاړو كښې طوقونه اچولي دي چې د هغوى تر زنو پورې رسيدلي دي له دې امله هغوى سرونه پورته نيولي ولاړ دي.

او د هغوى مخې ته مو هم دېوال جوړ كړى او تر شايې هم دېوال او پرده مو پر (سترګو يې) اچولې نو (اوس) هغوى څه نه ويني.

او پر دوى برابره ده که ته هغوى ووېروې او كه يې ونه وېروې، په هېڅ صورت هغوى ايمان نه راوړي.

بیشکه ته هغه څوك ډارولاى شې چې په دې نصيحت پسې روان وي او په غيبو له رحمانه ويريږي، نو همغه ته د بخښنې او پتمن اجر زېرى وركړه.

بېشكه همدا موږ مړي راژوندي كوو او هغه څه (عملونه) ليكو چې وړاندې يې لېږلي او چې وروسته يې پاتې دي او دا هر څه مو په يو څرګند كتاب كې شمېرلي دي.

او هغوى ته يوه بېلګه بيان كړه، د هغه كلي د خلكو چې كله (ډېر) رسولان ورغلي وو.

هغه وخت چې دوه كسان مو ورولېږل خو چې هغه دواړه يې درواغجن وبلل نو بيا مو يې په درېيم سره پياوړي کړل نو هغوى (درې واړو) وويل: په رېښتيا موږ تاسي ته رالېږل شوي استازي يو.

دوى وويل تاسو خو زموږ په شان له يو بشر پرته بل څوك نه ياست او نه رحمان (الله) څه رانازل كړي دي، تاسو بل څه نه ياست، يوازې درواغ واياست.

رسولانو وويل: زموږ رب پوهېږي موږ هرومرو تاسي ته د پيغمبرانو په توګه لېږل شوي يو.

اوپر موږ باندې له روښانه څرګند پيغام رسولو پرته نور مسئوليت نشته.

هغوى وويل: موږ پر تاسو بد فال نيولى (نو) كه ايسار نه شوئ هرومرو به مو په كاڼو وولو او زموږ له لاسه به دردوونکی عذاب در ورسي.

وېلې: ستاسو سپېروالی خپله تاسي سره دى، آيا (په دې كې سپېروالی دى) چې تاسو ته نصيحت وشو؟ نه، په اصل كې تاسي خپله زياتى كوونكي ياست.

او د هغه ښار له يو لېرې ځايه يو سړى په منډه راغى وېلې: ای زما قومه! په دغو رسولانو پسې لاړ شئ.

دهغه چا پيروي وكړئ چې له تاسي څخه څه اجر نه غواړي او پر سمه لار دي.

او څه دې مالره چې د هغه ذات بندګي ونه كړم چې زه یې پيدا كړى يم او د هغه لوري ته ستاسي ټولو ورګرځېدل دي.

آيا له هغه پرته نور داسې معبودان ونيسم چې كه رحمان ما ته څه تاوان رسول غواړي نو د هغوى سپارښت را څخه نه څه ايسارولاى شي او نه مې بچ كولاى شي.

(كه زه دا كار وكړم) نو زه به په دغه وخت څرګنده ګمراهۍ كې یم.

ما خو ستاسي په رب باندې ايمان راوړى تاسي هم زما خبره واورئ.

ورته وويل شو: جنت ته ننوځه! وېلې كاشكى زما قوم پوهېدلاى.

په دې چې زما رب زه وبخښلم او په عزتمنو كې يې شامل كړم.

او له هغه وروسته مو نه د ده په قوم له اسمانه كوم لښكر راكوز كړ او نه يې موږ راكوزونكي وو.

هغه (عذاب) له يوې چيغې پرته بل څه نه و چې بيا يو دم هغوى يخ مړه پراته وو.

افسوس د بندګانو پر حال باندې هغوی ته چې هر پيغمبر راغى په هغه پورې يې ملنډې مسخرې وكړې.

اّيا نه يې دي ليدلي چې له دوى مخكې قومونو څخه مو څومره تباه كړي دي چې دوى ته بيا نه راګرځي.

یقینا شان دا دی دوى ټول به په يو ځل [وار] زموږ پر وړاندې حاضريږي.

او يوه (لويه) نښانه د دوى لپاره همدا مړه زمكه ده چې موږ را ژوندۍ كړې او له هغې مو (هر ډول) دانې را وېستلې دي چې دوى خوراك ترې كوي.

او په هغې كې مو د كجورو او انګورو ډېر باغونه پيدا كړي او چينې مو پكې بیولې دي.

دې لپاره چې دوى يې له مېوو نه خوراك وكړي او دا خو د هغوى خپلو لاسونو نه دي جوړ كړي نو اّيا شكر نه وباسي.

هغه ذات لره پاكي ده چې دا ټولې جوړې يې پيدا كړې دي، له هغو نه چې ځمكه يې را زرغونوي خپله د هغوى له ځانو (اولادونو) او (يا) له هغو شيانو چې دوى يې لا پېژني هم نه.

او(بله) نښانه د دوى لپاره همدا شپه ده چې ورځ ترې را وباسو ناګهانه دوی په تیاره کې وي.

او لمر روان دی خپل ځای د قرارۍ ته دا د پوه او زورور ذات اندازه ده.

او موږ سپوږمۍ ته پړاوونه ټاكلي تر دې چې هغه شي په شان د وچې اوزړې لښتې د خرما.

نه لمر ته دا ښايي چې سپوږمۍ راګيره كړي او نه شپه په ورځې مخکې كېدونكې ده، دا هر یو پخپل مدار کې لامبو وهي.

او (بله) نښانه د دوى لپاره دا چې موږ د هغوى نسل په يوه ډكه شوې بېړۍ كې سپاره كړي وو.

او دوى ته مو د دې په شان نور (هم) داسې شيان پيدا كړي چې ورباندې سپريږي.

او كه موږ وغواړو دوى به ډوب كړو، بيا به يې نه څوك چيغه اورېدونكى وي او نه به ژغورل كيږي.

خو زموږ له خوا يو رحمت او څه لږه فايده ورکول و تر یو وخته.

او كله چې دوى ته وويل شي: له هغه څه (عذابه) ځان وساتئ چې ستاسو په مخ كې دى او هغه چې تر شا مو دى تر څو رحم درباندې وشي.

او هغوى ته د خپل رب له نښانو يوه نښه هم داسې نه راځي چې دوى ترې مخ ګرځونكي نه وي.

او كله چې ورته وويل شي: له هغه څه چې الله درته روزى كړي لګښت وكړئ نو بيا هغه كسان چې كافر شوي، مومنانو ته وايي: اّيا په هغه چا يې وخورو چې كه الله وغواړي خپله به خواړه وركړي، تاسو خو له يو ښكاره بې لاريتوب څخه پرته بل څه كې نه ياست.

او دوى وويل: كله به وي دا پرېکړه (د عذاب)؟ كه تاسي ریښتيني ياست؟

دوى له يوې (سختې) چيغې پرته بل انتظار نه كوي چې داسې وخت به يې راګير كړي چې هغوى به بحثونه [داخیستلو او خرڅولو] کوي.

نو بيا به نه څه وصيت كولاى شي او نه به خپلې كورنۍ ته راستنېدلاى شي.

او شپېلۍ كې به پو كړى شي نو دوى به ناڅاپه له قبرونو د خپل رب په لوري منډې وهوونکي وي.

وايي به افسوس دی موږ لره، چا د خپلو خوب ځايونو څخه راپاڅولو؟ دا هماغه ده چې رحمٰن يې ژمنه كړې وه او پېغمبرانو رښتيا ويلي وو.

هغه له يوې چيغې پرته بل څه نه ده، بيا به ناګهانه هغوى ټول زموږ پر وړاندې حاضرکړای شي.

نو نن به په هيچا هيڅ ظلم ونه شي او نه به ستاسو له خپلو عملو پرته د بل څه بدله دركړى شي.

يقيناً جنتيان به نن په خپلو مزو كې مصروف وي. .

دوى او مېرمنې به يې په سيورو كې پر تختونو ډډه وهونكي (ناست) وي. .

دوى لره به پكې مېوې او څه چې غواړي هغه وي.

د مهربان رب لخوا به ورته سلام ويل كيږي.

او (وبه ويل شي) اې مجرمانو (تاسو) نن را بېل شئ.

اې د آدم زامنو! تاسو ته مې حكم نه و كړى چې د شيطان عبادت [تابعداري] مه كوئ، هغه ستاسو څرګند غليم (دښمن) دى.

او دا چې په بندګۍ خاص کړئ ما لره، دا نېغه لار ده.

او بېشكه هغه له تاسو نه ډېر خلك بې لارې كړي، اّيا تاسو عقل نه كارولو؟

دا هماغه جهنم دى چې ژمنه يې درسره كېدله.

په دې چې تاسو به كفر كولو نو نن هغه ته ورننوځئ.

نن به موږ د هغوى په خولو مهر وهو، خبرې به يې لاسونه راسره كوي او پښې به يې په هغو كارو شاهدي وايي چې دوى به كول.

او كه موږ وغواړو د هغوى سترګې به هموارې (بې نوره) كړو، بيا چې لارې ته ور وړاندې شي نو څرنګه به يې ويني.

او كه وغواړو خامخا به يې پر خپلو ځايو مسخ كړو، بيا به دوى نه تللى او نه راګرځېدلى شي.

او چا ته چې اوږد عمر وركوو نو هغه په پيدايښت كې [بدن یې] کمزوری كوو، اّيا نو دوى عقل نه كاروي؟

او موږ هغه ته نه شعر ورښوولى او نه ورسره ښايي، هغه خو له نصيحت او روښان قرآنه پرته بل څه نه دى.

دې لپاره چې كه څوك ژوندى وي هغه ته خبردارى وركړي او پر كافرانو (د عذاب) خبره ثابته شي.

او آيا دوی نه ګوري چې یقینا پیدا کړي موږ دوى لپاره له هغو څه چې زموږ لاسونو کړي څاروي نو دوى يې مالكان دي.

او هغه مو ورته تابع كړي هم دي چې ځينې يې د دوى سپرلۍ دي او له ځينو يې خوراك كوي.

او په هغو كې د دوى لپاره ډېرې ګټې او د څښاك شيان دي نو اّيا شكر نه باسي.

او نیولي دي دوى پرته له الله څخه حقداران د بندګۍ د دې لپاره چې دوی سره مرسته وکړی شي.

ځواک نه لري (د خپل ځان او د دوی) د مرستې کولو او دوی [دا مشرکان] هغوی [دې باطل معبودانو] لره لښکر دی حاضر کړی شوی.

پس غمجن دې نه کړي تا لره وینا د دوی، يقيناً موږ پوهيږو په هغه څه چې دوى يې پټوي او په هغه څه چې ښكاره کوي یې.

اّيا انسان نه دي ليدلي چې هغه مو له يوه څاڅكي (نطفې) پيدا كړ خو بيا يو دم څرګند جګړه مار (ترې جوړ) شو.

او موږ ته مثال بيانوي او خپل پيدايښت يې هېر كړ وايي څوك به دا هډوكي راژوندي كوي چې وراسته رژېدلي وي.

ورته وايه: هغه ذات به يې راژوندي كوي كوم چې په لومړي ځل يې پيدا كړي او هماغه په هر ډول پيدايښت ښه پوه دى.

هغه چې تاسو ته يې له شنې ونې اور پيدا كړ او له هغې نه تاسو اور بلوئ.

اّيا هغه ذات چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي، په دې نه دى قادر چې د دوى په شان (نور څه) پيدا كړي؟ ولې نه، (قادر دى) او هماغه ښه پيدا كونكى ډېر پوه دى.

بیشکه د هغه امر خو كله چې څه وغواړي دا دى چې و وايي: شه! نو هغه وشي.

نو هغه ذات لره پاكي ده چې د هر شي باچايي يې په لاس کې ده او (خاص) ده ته به ورګرځول كېږئ.