عربيEnglish

The Noble Qur'an Encyclopedia

Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languages

Sad [Sad] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center

Surah Sad [Sad] Ayah 88 Location Maccah Number 38

بلکه هغوى چې كافر شوي په كبر او مخالفت كې (لګيا) دي.

موږ له دوى مخكې څومره ولسونه تباه كړل چې (ډېرې) چيغې بغارې يې ووهلې خو هغه وخت د خلاصون (وخت) نه و.

او دوى په دې حيران دي چې څنګه د دوى (له قوم) نه يو وېروونكى ورته راغى! او كافرانو وويل چې دا خو يو ډېر دروغجن كوډګر دى.

اّيا له ټولو (باطلو) معبودانو يې يو معبود [حق] جوړ كړى؟ دا خو يقيني ډېر عجيبه شى دى.

او سرداران يې په دې خبره ولاړل چې ځئ ځئ په خپلو معبودانو (ټينګ) صبر وكړئ، يقيناً دا يو شى دى چې (څه غرض پكې) غوښتل كيږي.

دا خو موږ په وروستي دين (نصرانيت) كې هم نه دي اورېدلي، دا له ځانه جوړ شوو دروغو پرته بل هيڅ نه دي.

آيا زموږ له منځه ايله په ده باندې دغه ذكر (قراّن) رانازل شو؟ بلكې دوى لا زما له ذكره (وحى) په شك كې دي، خو په اصل كې دوى لا زما عذاب نه دى څكلى.

ايا له دوى سره ستا د برلاسي ډېر بخښونكي رب خزانې دي؟

يا كه له دوى سره د اّسمانو، ځمكې او د هغو ترمنځ شيانو پاچايي ده؟ نو په اسبابو دې پورته وخيژي.

دا هلته د لښكرو نه يو ماتې خوړونکی لښكر دى.

له دوى مخكې هم د نوح قوم، عاديانو او د مېخونو والا فرعون (دا خبره) دروغ ګڼلې وه.

او ثموديانو، د لوط قوم او دبڼ والا وو، دوى (لويې لويې) ډلې وې.

دوى ټول يو هم داسې نه وو چې رسولان يې دروغجن نه وي ګڼلي، چې بيا زما عذاب (هم) پرې ثابت شو.

او دا خلك له يوې (سختې) كړيكې پرته د بل څه انتظار نه باسي چې بيا به د هغې لږ ځنډېدل هم نه وي.

او دوى وويل: زموږ ربه! زموږ برخه عذاب (يا عملنامه) د حساب له ورځې مخكې راكړه.

دوى چې څه وايي په هغه صبر كوه او زموږ يو بنده داود (علیه السلام) درياد كړه چې د قوت خاوند و [په عبادت کې]، يقيناً هغه ډېر توبه كوونكى و.

موږ غرونه تابع كړي وو چې ماښام او سهار كې به يې له هغه سره تسبيح ويله.

او مرغان به هم (تابع) راغونډ شوي وو، ټول هغه ته ورګرځېدونكي وو.

او موږ يې پاچايي ټينګه كړې او هغه ته مو حكمت او د فيصلې كولو بيان وركړى و.

او آيا تا ته د جګړه مارو خبر رسېدلى چې (د هغه) د عبادت ځای ته پر دېوال وروختل.

هغه مهال چې پر داود (علیه السلام) ورننوتل نو هغه ترې وډار شو دوى ويل مه ډارېږه، موږ دوه جګړه كوونكي يو چې له موږ نه ځينو پر ځينو تېرى كړى نو ته مو تر منځ په حقه پریکړه وكړه او بې انصافي مه كوه او سمې لارې ته مو برابر كړه.

دا زما ورور دى چې د ده نهه نوي (99) مېږې دي او زما يوه مېږه ده، خو دى وايي چې (دا هم) ماته راكړه او په خبرو كې هم راباندې برلاسى شوى دى.

وېلې رښتيا چې ظلم يې درباندې كړى ستا د مېږې په غوښتو سره چې خپلو مېږو سره يې يو ځاى كړي او بېشكه زياتره شريكان يو پر بل زياتى كوي پرته له هغو كسانو چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي خو داسې خلك (ډېر) لږ دي. او داود (عليه السلام) پوه شو چې موږ وازمايه نو له خپل رب نه يې بخښنه وغوښته او پړمخې په سجده پرېوت او بېرته وګرځېد (الله ته).

نو هغه (خطا) مو ورته وبخښله، او يقيناً زموږ پر وړاندې د هغه لويه مرتبه او غوره استوګنځى دى.

اى داوده! موږ ته پر ځمكه كې خليفه ټاكلى يې نو د خلكو تر منځ په حقه فيصله كوه او په هوس پسې مه ځه چې بيا به دې د الله له لارې واړوي، بېشكه هغه خلك چې د الله له لارې اوړي د هغوى لپاره سخت عذاب دى، په دې چې د حساب ورځ يې هېره كړې وه.

او موږ آسمان، ځمكه او ترمنځ شيان يې چټي نه دي پيدا كړي، دا خو د كافرانو ګومان دى او چا چې كفر كړى د هغو لپاره د اور له عذابه تباهي ده.

آيا موږ به هغه كسان چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، په ځمكه كې د فساد كوونكو غوندې وګرځوو يا به متقيان د بد كارو په شان؟!

دا يو بركتي كتاب دى – تاته مو د دې لپاره نازل كړى چې خلك يې په آيتونو کې ښه سوچ وكړي او عقلمند څه درس ترې واخلي.

او داود (علیه السلام) ته مو سليمان علیه السلام (زوى) وروبخښلو، هغه غوره بنده و، او (الله ته) ښه ورګرځېدونكى و.

يو وخت چې هغه ته ماځيګر مهال اصيل ګړندي اسونه وړاندې كړل شول.

وېلې رښتيا چې ما خو له دې مال سره د خپل رب له ياده زيات محبت وكړ تر دې چې هغه (لمر) په پرده كې پټ شو.

دا بېرته ماته راولئ، نو د هغو په پنډيو او غاړو يې لاس مښل (حلالول) پيل كړل.

او بېشكه (يو ځل) موږ سليمان (علیه السلام) وازمايلو او د هغه پر تخت مو يو (بى روحه) جسد وغورځولو، بيا ده توبه وكړه.

وېلې زما ربه ما ته بخښنه وكړه او يوه داسې پاچايي راوبخښه چې ما نه وروسته بل هيچا سره نه ښايي، يقيناً همدا ته ډېر ښه وركړې والا يې.

نو باد مو ورته تابع كړ چې په نرمۍ سره به هر هغه ځاى ته چلېدلو چې د ده به اراده وه.

او شيطانان هم هر ودانۍ جوړونكي او ښه غوټه او لامبو وهونكي.

او څه نور هم په ځنځيرو كې تړل شوي.

دا زموږ وركړه ده نو (اوس) ته ښېګڼه كوه يا يې وساته، هيڅ حساب نشته.

او بېشكه هغه لره زموږ پر وړاندې مرتبه او غوره استوګنځى دى.

او زموږ د بنده ايوب (علیه السلام) يادونه وكړه كله چې هغه خپل رب ته غږ وكړ چې شيطان زه په سخت تكليف او عذاب کې اچولى يم.

(ورته وويل شول) پښه دې (په ځمكه) ووهه، دا د لمبلو يخ ځاى او څښاك دى.

او موږ هغه ته د ده كورنۍ او ورسره هغومره نور وبخښل (ورکړل)، زموږ له لوري د يو رحمت په توګه، او د هوښيارانو لپاره يو نصيحت.

او د ډكو يوه ګېډۍ دې په لاس كې واخله، (خپله مېرمن) پرى ووهه او قسم مه ماتوه، هغه يقيناً موږ صابر وموند، غوره بنده و، بېشكه هغه (الله ته) ډېر ورګرځېدونكى و.

او زموږ (خاص) بندګان ابراهيم، اسحاق او يعقوب (علیهم السلام) در ياد كړه چې د لاسو او سترګو خاوندان وو.

هغوى موږ په يوه ځانګړتيا يعنې د اّخرت په يادولو سره غوره كړي وو.

او هغوى زموږ پر وړاندې خامخا له غوره شويو نېکو خلكو څخه وو.

او اسماعيل، اليسع او ذوالكفل (علیهم السلام) در ياد كړه او (دا) ټول له ښو خلكو څخه وو.

دايوه يادونه ده، د پرهيزګارانو لپاره، په يقيني ډول ډير ښه استوګنځی دى.

(يعنې) د دوى لپاره د پرانيستو ورونو جنتونه د همیشوالي دي.

هغوى به په کې تكيه وهونكي ناست وي، د ښو مېوو او څښلو وړ شيانو غوښتونكي به وي.

او دوى سره به ښكته نظر اچونكې همزولې (حورې) وي.

دا ده هغه وعده چې تاسو ته د حساب ورځې لپاره دركول كيږي.

بېشكه دا زموږ (له خوا) يو داسې رزق دى چې ختمېدل يې نشته.

دا خو وشوه، او بېشكه د سر كښانو لپاره ډېر ناكاره استوګنځى دى.

چې هغه دوزخ دى، هغوى به ورننوځي خو ډېره بده بستره ده.

دا دى د هغو لپاره، نو هغوى دې خوند وڅكي د خوټکيدلو اوبو، وينو زوو.

او د دې په شان نور ډول ډول (عذابونه).

دا يوه (بله) ننوتونكې ډله ده له تاسي سره، دوى ته دې هېڅ هر كلى نه وي، يقيناً هغوى اور ته ننوتونكي دي.

هغوى به وايي بلكې تاسو ته دې هركلى نه وي، همدا تاسو موږ ته راوړاندې كړى دى نو (دا) ډېر بد تمځاى دى.

دوى به ووايي: زموږ ربه! چا چې دا (د كفر دود) موږ ته راوړاندې كړى وي هغه ته په اور كې دوه برابره عذاب ور زيات كړه.

او وايي به پر موږ څه شوي هغه سړي خو (اوس) نه وينو چې موږ به شريان (بدیان) ګڼل.

موږ (په نا حقه) هغوی مسخره كړي وو، او كه هغوى چېرته له نظره پناه دي؟

بيشكه دا خبره رښتيا ده، په دوزخيانو کې همداسې شخړې كيدونكې دي.

ورته وايه زه خو يو وېروونكى يم، او كوم بل لایق د عبادت نشته پرته له يوه برلاسي الله څخه.

هماغه د آسمانو، ځمكې او ترمنځ شيانو برلاسى (او) بخښونكى رب.

ورته وايه هغه يو لوى خبر دى.

چې تاسو ترې مخ ګرځونكي ياست.

ما سره هیڅ پوهه نه وه په حال د هغه ملایکو چې بره دي کله یې چې بحثونه کول.

وحي نه کیږي ما ته مګر د دې چې بیشکه هم دا خبره ده چې زه ویروونکې یم ښکاره (له عذابه).

كله چې ستا رب پرېښتو ته وويل: زه له خټې نه د بشر پيداكوونكى يم.

نو كله چې زه هغه په بشپړه توګه جوړ كړم او په هغه کې د خپل طرفه روح پو كړم نو تاسي د هغه پر وړاندې په سجده پريوځئ.

بيا ګردو (ټولو) ملايكو سجده وكړه په ګډه.

خو پرته له ابليسه، هغه لويي وكړه او له كافرانو څخه و.

ويې فرمايل: اې ابليسه! څه شي ايسار كړې تر څو هغه څه ته سجده وكړې كوم چې ما په خپلو دوه لاسو پيدا كړى؟ كبر دې وكړ كه ته (همداسې) له لويانو څخه يې؟

هغه وویل: زه غوره يم له هغه څخه، زه دې له اوره پيدا كړى يم او هغه دى له خټې پيدا كړی.

ویې فرمایل: پس ووځه له دې (جنت) څخه پس بېشكه ته رټلی شوی يې.

او بېشکه د قيامت تر ورځې پوری به پر تا زما لعنت وي.

ابلیس وویل:ای زما ربه! نو دوى چې راپاڅيږي پس له مرګه تر هغې ورځې خو مهلت راكړه.

ويې فرمايل: (بس) ته به له ځنډېدليو څخه يې.

ابلیس وویل: نو ستا پر عزت مې قسم چې حتماً به دوى ټول بې لارې كړم.

پرته ستا له هغو بندګانو چې له دوى نه راچاڼ شوي دي.

الله وفرمایل: حق زما وینا ده او حق زما صفت دی.

قسم دی خامخا ضرور به زه جهنم ډکوم ستا او ستا له ټولو پېروانو څخه.

ورته ووايه: زه خو په دې خبره له تاسو څه بدله نه غواړم او نه زه له ځانه جوړونکی يم.

دا د ټولو خلكو (نړيوالو) لپاره له يو نصيحت پرته بل څه نه دى.

او له څه مودې وروسته به خامخا تاسو (په ريښتينولۍ) د دې خبر وپوهېږئ.