عربيEnglish

The Noble Qur'an Encyclopedia

Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languages

The Women [An-Nisa] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Ayah 11

Surah The Women [An-Nisa] Ayah 176 Location Madanah Number 4

يُوصِيكُمُ ٱللَّهُ فِيٓ أَوۡلَٰدِكُمۡۖ لِلذَّكَرِ مِثۡلُ حَظِّ ٱلۡأُنثَيَيۡنِۚ فَإِن كُنَّ نِسَآءٗ فَوۡقَ ٱثۡنَتَيۡنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَۖ وَإِن كَانَتۡ وَٰحِدَةٗ فَلَهَا ٱلنِّصۡفُۚ وَلِأَبَوَيۡهِ لِكُلِّ وَٰحِدٖ مِّنۡهُمَا ٱلسُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِن كَانَ لَهُۥ وَلَدٞۚ فَإِن لَّمۡ يَكُن لَّهُۥ وَلَدٞ وَوَرِثَهُۥٓ أَبَوَاهُ فَلِأُمِّهِ ٱلثُّلُثُۚ فَإِن كَانَ لَهُۥٓ إِخۡوَةٞ فَلِأُمِّهِ ٱلسُّدُسُۚ مِنۢ بَعۡدِ وَصِيَّةٖ يُوصِي بِهَآ أَوۡ دَيۡنٍۗ ءَابَآؤُكُمۡ وَأَبۡنَآؤُكُمۡ لَا تَدۡرُونَ أَيُّهُمۡ أَقۡرَبُ لَكُمۡ نَفۡعٗاۚ فَرِيضَةٗ مِّنَ ٱللَّهِۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمٗا [١١]

ستاسي د اولادونو په اړه الله تاسي ته کلکه سپارښتنه كوي چې د (یو) نارينه برخه د دوو ښځو برابر ده، كه (د مړي وارثان) له دوو څخه زياتې لوڼې وي نو هغو ته دې د تركې له درېيو نه دوه برخې وركړاى شي او كه یوازې يوه لور وارثه وي نو نيمايي تركه د هغې ده. كه د مړي اولادونه وي نو د هغه مور او پلار هر يوه ته دې د تركې شپږمه برخه وركړل شي او كه يې اولاد نه وي او وارثان همدا مور او پلار وي نو مور ته دې درېيمه برخه وركړل شي. او كه د مړي ورونه او خويندې هم وي نو مور به د شپږمې برخې حقداره وي (دا ټولې برخې به) هغه وخت بېلېږي چې كه مړي وصيت كړى وي هغه پوره كړاى شي او كه پور ورباندې وي چې هغه ادا كړاى شي، تاسي نه پوهېږئ چې ستاسي د مور پلار او ستاسي له اولاد څخه كوم يو د ګټې له پلوه درته ډېر نږدې دى دا برخې الله ټاكلي دي، او په يقيني توګه الله عالم او د حكمت څښتن دى.