The Noble Qur'an Encyclopedia
Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languagesThe Forgiver [Ghafir] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center
Surah The Forgiver [Ghafir] Ayah 85 Location Maccah Number 40
حم [1]
راتلل د دی کتاب د الله له طرفه دي چې پوه او زورور دی.
د ګناه بخښونكى، د توبې قبلونكى او سخت عذاب والا، د فضل او قدرت څښتن دى، نشته لایق د عبادت مګر همغه یې لایق دی همغه ته ورتګ دى.
د الله په ايتونو كې يوازې هغه كسان جګړې كوي چې كافر شوي، نو په ښارونو كې د هغوى ګرځېدل راګرځېدل دې تا په دوكه كې وانه چوي.
له هغوى مخكې هم د نوح قوم او تر هغوى وروسته نورو قومونو (دا خبره) دروغ ګڼلې وه او هر ولس د خپل رسول رانيولو قصد وكړ او په باطله به يې جګړې كولې تر څو په دې سره حق بیکاره [باطل] [ثابت] كړي، بيا مې هغوى راګير كړل نو (ګوره) زما سزا څنګه وه.
او همدغسې ستا د پالونکي خبره پر هغو خلكو حقه (رښتيا) شوه كوم چې كافر شوي وو چې هغوى به په رېښتيا دوزخيان وي.
هغوى چې عرش (پورته كړی) او څوك چې د هغه چاپېره دي د خپل پالونکي له ستاينې سره د هغه پاکي وايي، په هغه ايمان لري او د مومنانو لپاره بخښنه غواړي، چې ای زموږ ربه! پراخه دی ستا علم او رحمت هر شی ته، نو هغو كسانو ته بخښنه وكړه چې توبه يې اېستلې او ستا د لارې متابعت يې كړى او د دوزخ له عذابه يې وساته.
ای زموږ پالونکيه! او هغوى د تل هستوګنې هغو جنتونو ته ننباسه چې ژمنه دې ورسره كړې او (همدارنګه) د هغوى له پلرونو، مېرمنو او اولادونو چې څوک نېك عمله وي، په رېښتيا همدا ته برلاسى د حكمت والا يې.
او هغوى له بدو (حالاتو) وساته او په هغه ورځ چې ته څوک له بدو وساتې، نو په رېښتيا رحم دې پرې وكړ، او ستر برى خو همدا دى.
له شک پرته چا چې كفر كړى هغوى ته به غږ وكړى شي چې د الله غوسه هرومرو له هغې غوسې زياته ده چې تاسو خپلو ځانونو باندې كوله، كله چې د ايمان په لور بلل كېدلئ، نو تاسو به كفر كولو.
هغوى به وايي اې زموږ ربه! دوه ځله دې مړه كړو او دوه ځله دې ژوندي كړو، موږ پر خپلو ګناهونو اقرار وكړ نو آيا (اوس) د وتلو كومه لار شته؟
دا ستاسو (عذاب) ځكه دى چې كله به الله يوازې وبلل شو نو تاسو به انكار كولو او كه شرك به ورسره (منل) كېدو نو بيا به مو منلو نو (اوس) پرېكړه (يوازې) لوړ او ستر الله لره ده.
الله هغه ذات دى چې تاسي ته خپلې نښانې درښایی او له اسمانه روزي درته رانازلوي او پند نه اخلي مګر هغه څوک چې (الله ته) ورګرځي.
[کله چې خبره داسې ده] نو رابلئ الله لره په دې حال کې چې اخلاص کوونکي یاستئ خاص د هغه لپاره دین (طاعت) کې، اګر که کافران دا بد ګڼي.
د اوچتو درجو والا، د عرش څښتن، رالیږي وحې په خپلو بندګانو کې چا ته یې چې وغواړي [له نبیانو] دې لپاره چې وویروي [خلک] د یو ځای کېدلو له ورځې څخه.
هغه ورځ چې هغوى (ټول) به راڅرګندېدونكي وي، د هغوى هيڅ شى به له الله پټ نه وي، نن باچايي د چا ده؟ يوازې او يوازې يو برلاسي الله لره.
نن به هر چاته د خپلو كړنو بدله وركول كيږي، نن ظلم نشته، بېشكه الله چټک حساب کوونکی دى.
او هغوى د نږدې راتلونكې ورځې څخه ووېروه كله چې زړونه تر مرۍ راورسيږي (او هغوى) له غمه ډک وي، د ظالمانو به نه كوم دوست وي او نه څوک سپارښتونكى چې خبره يې ومنل شي.
هغه ته د سترګو خيانت او څه چې زړونه يې پټوي (ښه) معلوم دي.
او الله په حقه پرېکړه كوي او څه چې له هغه پرته يې هغوى رابولي په هيڅ شي حكم نه شي كولاى له شک پرته همغه الله ښه اورېدونكى ليدونكى دى.
آيا پر ځمكه نه دي ګرځېدلي چې وګوري تر هغوى مخكې د خلكو پايله څنګه وه؟ هغوى خو په زور، او ځمكه كې خپلو نښو (پرېښودو) كې تر دوى ډېر زيات وو، خو بيا د دوى د ګناهونو له امله الله راګير كړل او له الله يې څوک ساتونكى نه و.
دا لدې امله چې یقینا راتلل به دوی ته رسولان په ښکاره حکمونو، نو دوی به انکار کاوه، نو ونیول الله دوی لره، یقینا الله تعالی ځواک والا، سخت عذاب ورکوونکی دی.
او په رېښتيا موسى مو له خپلو ايتونو [معجزو] او څرګند دليل [تورات] سره لېږلى و.
فرعون، هامان او قارون ته، خو هغوى وويل چې دى ډېر درواغجن كوډګر دی.
بيا چې هغه زموږ لخوا له حق سره ورغلو، هغوى وويل: د هغو خلكو زامن ووژنئ چې له ده سره يې ايمان راوړى او ښځې يې ژوندۍ پرېږدئ! او د كافرانو چل هيڅ نه دى مګر غلط (او خطا يا عبث).
او فرعون وويل: ما پرېږدئ چې موسى ووژنم او هغه دې خپل رب را وبولي، زه وېرېږم چې ستاسي دين به بدل كړي يا به په دې ځمكه كې فساد را ولاړ كړي.
او موسى وويل: زه پنا غواړم په خپل رب او ستاسو رب پورې له هر هغه كبرجنه چې د حساب په ورځ ايمان نه لري.
او د فرعون له كورنۍ يو مومن چې خپل ايمان يې پټولو، وويل: آيا تاسو يو داسې سړى وژنئ چې وايي زما رب الله دى، حال دا چې ستاسي د رب لخوا يې څرګند دليلونه هم درته راوړي، كه دروغجن وي نو دروغ يې پر ده دي او كه رښتينى وي څه نا څه هغه (عذاب) به در ورسيږي چې درسره ژمنه كوي، بېشكه الله هغه چاته لار نه ښايي چې زياتى كوونكى دروغجن وي.
ای زما قومه! نن خو پاچايي ستاسو ده، په ځمكه كې برلاسي ياست خو كه د الله عذاب راغلو نو بيا به مو څوك بچ كړي؟ فرعون وويل: زه يوازې هغه (مصلحت) درښايم چې زه يې وينم او د ښېګڼې له لارې پرته بله نه درښايم.
(بيا) هغه (كس) چې ايمان يې راوړى و، وويل: ای قومه! زه پر تاسو د (پخوانيو) ډلو له ورځې وېرېږم.
لكه د نوح د قوم حالت، د عاد، ثمود او كوم چې له هغوى وروسته وو او الله د بندګانو لپاره د ظلم اراده نه لري.
او ای زما قومه! زه پر تاسو (يو بل ته) د چېغو وهلو له ورځې ډارېږم.
هغه ورځ چې تاسې بېرته په شا ګرځېدونكي ياست، نه به وي ستاسو لپاره له الله نه څوك ژغورونكى، او هغه څوك چې الله يې بې لارې كړي نو بيا یې څوک لارښوونكى نشته.
او په رېښتيا له دې مخكې يوسف هم له څرګندو دليلونو سره درته راغلى و، خو تاسو به د هغه څه په هكله تل په شك كې وئ چې هغه درته راوړي و تر دې چې وفات شو نو تاسو ويل چې له ده وروسته به الله هيڅكله (بل) رسول را ونه ليږي، الله همدغه شان هر زياتى كوونكى شک کوونكى بې لارې كوي.
(شک کوونکي) هغه خلک دي چې د الله په ایتونو کې جګړې کوي چې راشي دوی ته او هیڅ دلیل ورسره نشته، د الله او مومنانو پر وړاندې په ایتونو کې جګړې کول ډېره د غوسې خبره ده، همدا رنګه الله مهر (ټاپه) وهي د هر لویي کوونکي سرغړونکي پر زړه.
او فرعون وويل: ای هامانه! يوه دنګه ماڼۍ راته جوړه كړه، ښايي زه هغو لارو ته ورسېږم.
(يعنې) د اسمانو لارو ته بيا به د موسى الله ته ور وګورم او بېشكه زه ګومان كوم چې هغه (موسى) دروغجن دى. په همدې توګه فرعون ته د هغه ناوړه عمل ښكلى شو او له (سمې) لارې ايسار كړى شو. او د فرعون (دا) چل بل څه نه مګر په تاوان كې یې کړ.
او چا چې ايمان راوړى و هغه وويل: ای زما قومه! زما پيروي وكړئ چې د ښې لارې ښوونه درته وكړم.
ای زما قومه! خبره دا ده چې دغه د دنيا ژوند لږه ګټه اخيستنه ده او يقيناً آخرت د كرارۍ (تلپاتې) كور دى.
چا چې ناوړه كار وكړ نو همغسې برابره بدله وركول كيږي او چا چې سم كار وكړ، كه نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو هغوى به جنت ته ننوځي هلته به بې حسابه روزي وركول كيږي.
او ای قومه! څه خبره ده چې زه مو د خلاصون لور ته بولم او تاسو مې اور ته بولئ؟
تاسو مې (دېته) رابولئ چې پر الله كافر شم او هغه څه ورسره شريك كړم چې مارسره يې هيڅ علم نشته او زه مو برلاسي بخښونكي (الله) ته وربولم!
يقيني ده چې خامخا تاسو مې كوم شي ته وربولئ هغه لره نه په دنيا كې څه بلنه شته او نه په آخرت كې او دا چې زموږ ورتګ د الله په لوري دى او بېشكه زياتى كوونكي خپله دوزخيان دي.
پس زر دی چې یاد به کړئ هغه څه چې زه یې تاسو ته وایم، او سپارم خپل کار الله تعالی ته، یقینا الله تعالی لیدونکی دی بندګانو خپلو لره.
نو الله د هغوى د چلونو له بديو بچ كړ او د فرعون له كورنۍ بد عذاب راچاپېر شو.
(يعنې) اور چې هغوى به سهار او ماښام ور وړاندې كول كيږي، او په هغه ورځ چې قيامت شي (حكم به وشي) د فرعون كورنۍ تر ټولو.سخت عذاب ته ننباسئ.
او یاد کړه هغه وخت ای مخاطبه کله چې جګړې به کوي په اور كې [کشران او مشران] نو کمزوري به لويانو ته وايي: یقینا موږ خو ستاسو پيروان وو، آيا (اوس) تاسو له موږ څخه د اور څه برخه ايسارولاى شئ؟
چا چې لويي كړې هغوى به وايي: یقینا موږ ټول پكې يو، بېشكه الله د بندګانو ترمنځ پرېکړه كړې ده.
او څوك چې په اور كې دي هغوى به د جهنم څوكيدارانو ته ووايي: له خپل ربه مو وغواړئ چې يوه ورځ خو له موږ عذاب سپک كړي.
هغوى به وايي [ملایک]: آيا قصه دا نه ده؛ چې تاسو ته رسولان په څرګندو دليلونو راتګ کړی و؟ هغوى [کاقران] به وايي ولې نه (راغلي وو) هغوى [ملایک] به وايي: نو (خپله) تاسو يې را وبولئ؛ او نه ده دعا د کاقرانو [په اخرت کې] مګر بې ګټې.
یقینا خامخا موږ د دنيا په ژوند كې هم د خپلو رسولانو او (نورو) مومنانو مرسته كوو او په هغه ورځ هم چې شاهدان دريږي.
هغه ورځ چې ظالمانو ته به د هغوى عذر غوښتنه (هيڅ) ګټه نه رسوي او هغوى لره به لعنت وي او هغوى لره به ناكاره كور وي.
قسم دی خامخا په تحقیق سره ورکړې وې موږ موسی علیه السلام ته معجزې او په میراث کې مو ورکړی و بني اسرایلو ته کتاب.
چې هغه د سوچه عقل والاو لپاره لارښوونه او نصيحت و.
نو صبر كوه، یقینا د الله ژمنه رښتينې ده او د خپلې ګناه بخښنه غواړه او سهار ماښام د خپل رب له ستاينې سره د هغه تسبيح وايه.
بېشكه هغه كسان چې د الله په آيتونو كې پرته له كوم دلیل [علم] جګړې كوي، د هغوى په زړونو كې پرته له هغه كبره بل څه نشته چې هغوى ور رسېدونكي نه دي. نو په الله پورې پناه غواړه، يقيناً همغه ښه اورېدونكى ليدونكى دى.
د آسمانو او ځمكې پيدا كول خامخا د انسانانو له پيدايښته زياته لويه خبره ده خو ډېر خلك نه پوهيږي.
او نه دی برابر ړوند او ليدونكى، او (نه دي برابر) هغه کسان چې ايمان یې راوړى او نیک عملونه یې کړي له بدكاره (سره)، ډېر لږ دي په تاسو کې هغه چې پند اخلي.
بېشكه قيامت خامخا راتلونكى دى، شک نشته پكې، خو ډېر خلك ايمان نه راوړي.
او ستاسو پالونکي ويلي دي چې ما دروبولئ سوال به مو قبول كړم يقيناً هغه كسان چې زما له عبادته لويي كوي زر به په سپكاوي سره جهنم ته ننوځي.
الله هغه ذات دى چې تاسو ته يې شپه د دې لپاره پيدا كړې چې آرام پكې وكړئ او ورځ يې روښانه كړې ده، بېشكه الله پر خلكو پېرزوينې والا دى خو ډېر خلك شكر نه باسي.
همدا ستاسي رب دى، د هر شي پيدا كوونكى، له هغه پرته بل الله نشته، نو تاسي كوم خواته ګرځول كېږئ.
همداسې به اړول كېدل هغه كسان چې د الله له اّيتونو به يې انكار كولو.
الله هغه ذات دى چې تاسو ته يې ځمكه ارامه پر ځای ولاړه ګرځولى، اسمان يې چت او ستاسي صورتونه يې جوړ كړل نو ډېر ښه صورتونه يې در جوړ كړل او له پاكو شيانو يې روزي دركړه، دا ستاسي رب دى، نو برکتناک الله د ټولو مخلوقاتو پالونکی دی.
هغه ژوندى دى، له هغه پرته بل الله نشته، نو په سوچه عقيده سره يې رابولئ، ټوله ستاينه د مخلوقاتو رب الله لره ده.
ووايه: يقيناً زه د هغو شيانو له عبادته بند کړی شوى يم چې له الله پرته يې تاسي رابولئ، ځكه چې د خپل رب له لوري ښكاره دليلونه راته راغلي او ماته امر شوى چې د ټولو مخلوقاتو رب ته غاړه كېږدم.
[الله] هغه ذات دى چې تاسي يې له خاورې پيدا كړئ، بيا له يو څاڅكي (مني) بيا د وينې له ټوټې، بيا مو د ماشوم په توګه راوباسي، بيا مو (لويوي) تر څو خپلې ځوانۍ ته ورسېږئ بيا تر دې چې بوډاګان شئ، او له تاسي څوک مخكې مري او (تاسي پرېږدي) چى ټاكلې نېټې ته ورسېږئ او د دې لپاره چې تاسې عقل وكاروئ.
هغه ذات [الله] دی چې ژوندي کول او مړه کول كوي پس کله چې فیصله د یو کار وکړي یقینا ورته ووایي شه سمدلاسه هغه وشي.
آيا تا هغه كسان نه دي ليدلي چې د الله په آيتونو كې جګړې کوي، هغوى كوم خوا اړول كيږي؟
هغه کسانو چې (دا) كتاب دروغ ګڼلى او هغه طریقې یې هم دروغ ګڼلي چې موږ استولي خپل پیغمبران په هغې پس زر به وپوهيږي.
دغه وخت طوقونه (کړۍ) به يې څټونو کې وي او پښو کې به یې ځنځيرونه وي، را ښکل کيږي به.
په خوټکېدلو اوبو كې بيا به په اور كې سوځول كيږي.
بيا به ورته وويل شي: چېرې دي هغه [باطل معبودان] چې تاسو به د الله سره شريكول.
له الله پرته، وايي به: رانه ورك شول، بلكې موږ خو هيڅ شى مخكې نه رابلل [انکار به وکړي]! الله په همدې توګه كافران بې لارې كوي.
دا لدې امله چې تاسو خوشحالي کوله په ځمكه كې ناحقه او په دي چې تاسي به لويي كوله. [په ناروا خوشحالۍ کې مو براخوالی کاوه].
ننوځئ د جهنم دروازو ته، تلپاتې په هغه كې، هغه د كبرجنو ناكاره هستوګنځى دى.
نو صبر كوه په رېښتیا د الله ژمنه رښتينې ده، نو كه تا ته څه ناڅه هغه (عذاب) در وښایو چې هغوى سره يې ژمنه كوو يا دې (له هغه مخكې) وفات كړو (په هر حال) خو هغوى به (ټول) موږ ته راګرځول كيږي.
او بېشكه موږ له تا مخكې هم رسولان لېږلي چې موږ يې تا ته د ځينو (حالات) بيان كړی او د ځينو مو نه دی درته بيان كړی، او هيڅ كوم رسول ته دا (واك) نشته چې د الله له اجازې پرته څه نښانه راوړي، خو بيا چې د الله امر راشي نو په حقه پرېكړه وشي او باطل منونكي هملته په تاوان كې پرېوځي.
الله هغه ذات دى چې تاسو ته يې څاروي د دې لپاره پيدا كړي چې په ځينو يې سپرېږئ او له ځينو يې خوراك كوئ.
او تاسو ته په هغو كې (ډېرې) ګټې دي او د دې لپاره هم چې تاسو په خپلو زړونو كې نيولې موخې پورې ورسيږئ او په هغو (څارويو) او بېړۍ باندې تاسي بارول كېږئ.
او هغه تاسو ته خپلې نښانې درښایي نو د الله له كومو نښانو منكرېږئ.
آیا نو هغوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي تر څو وګوري چې تر هغوى مخكې كسانو پايله څنګه وه؟ هغوى په ځواك او د ځمكې (ودانۍ) په نښانو كې تر هغوى زيات تكړه وو، خو څه چې هغوى لاس ته راوړي وو، هيڅ شى يې ترې ايسار نه كړل.
نو كله چې رسولان يې له ښكاره دليلونو سره ورته راغلل نو څه علم چې هغوى سره و په همغه خوښ پاتې شول او هغه (عذاب) ترې راچاپېر شو چې هغوى به ملنډې پرې وهلې.
نو كله یې چې زموږ عذاب وليد، وېلې يوازې پر يو الله مو ايمان راوړى او كوم شيان چې موږ شريك ګڼل، له هغو (ټولو) مو انكار كړى دى.
خو كله چې زموږ عذاب يې وليدلو نو بيا يې ايمان (راوړلو) څه ګټه نه ورته رسوله، همدا د الله هغه دستور دى چې د خپلو بندګانو په هكله يې تېر شوى او هملته كافران په زيان كې پرېوتل.