عربيEnglish

The Noble Qur'an Encyclopedia

Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languages

The victory [Al-Fath] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center

Surah The victory [Al-Fath] Ayah 29 Location Madanah Number 48

بېشكه تاته مو برى دركړ، يو څرګند برى.

څو الله ستا مخکېنۍ او وروستۍ ګناه (ټوله) درته وبخښي او خپل نعمت درباندې بشپړ كړي او سيده لار درته وښايي.

او مرسته وکړي الله ستا سره مرسته د عزت والا.

خاص الله تعالی همغه ذات دى چې رالیږلې یې ده تسلي (یقین) په زړونو د مومنانو کې د دې لپاره چې زیات شي ایمان، سره د ایمان د دوی، او خاص الله تعالی لره دي لښکرې د آسمانونو او زمکې او الله تعالی دی ډېر پوه او حکمت والا.

د دې لپاره چې مومنان او مومنانې داسې جنتونو ته ننباسي چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي، تلپاتې به وي په هغو كې او ګناهونه به ترې ورژوي او د الله پر وړاندې دغه يو ستر برى دى.

او تر څو منافقان او منافقانې او مشركان او مشركانې په عذاب كړي، هغوى چې په الله د بدۍ ګومان كوونكي دي، ناوړه پېر (دوران) دې پر هغوى وي، او الله پر هغوى غضب كړى، رټلي يې دي او جهنم يې ورته چمتو كړى او ډېر بد ځاى د ورتلو دى.

او الله لره د آسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله برلاسى حكمت والا دى.

پرته له شکه ته مو د شاهد، زېرى وركوونكي او وېروونكي په توګه لېږلى يې.

تر څو تاسي (مسلمانان) په الله او رسول يې ايمان راوړئ، مرسته يې وكړئ او درناوى يې وكړئ او سهار او ماښام د هغه (الله) تسبيح وواياست.

كوم خلك چې تا سره بيعت كوي، پرته له شکه الله سره بيعت كوي، د هغوى لاسونو د پاسه د الله لاس دى، نو چا چې بې لوزي وكړه، هغه پر خپل ځان بې لوزي كوي او چا چې هغه لوز پوره كړ كوم چې الله سره يې كړى نو ژر به (ډېر) لوى اجر وركړي.

له بانډه چيانو څخه چې كوم كسان (له لښكره) پاتې كړل شوي هغوى به تا ته وايي: موږ خپلو مالونو او خېلخانو بوخت كړلو نو (اوس) زموږ لپاره بخښنه وغواړه، هغوى په خپلو ژبو هغه څه وايي چې په زړونو كې يې نشته، ورته ووايه: نو څوک به ستاسي لپاره له الله څخه د څه اختيار ولري؟ كه چېرې هغه څه ضرر يا ګټه درته وغواړي؟ بلكې الله ستاسي په كړو وړو ښه خبر دى.

بلكې تاسي خو انګېرلې وه چې دا رسول او مومنان به هيڅكله هم خپلو كورنيو ته را ونه ګرځي او همدا (خبره) مو په زړونو كې ښايسته شوې وه او ناوړه ګومانونه مو كول او تاسي تباه كېدونكى قوم ياست.

او چا چې پر الله او رسول يې ايمان نه وي راوړى، نو موږ (هم) كافرانو ته بل شوى اور چمتو كړى.

او الله لره د آسمانو او ځمكې پاچايي ده، چاته يې چې خوښه شي بخښي يې او چاته يې چې خوښه شي عذابوي يې او الله بخښونكى مهربان دى.

كله چې تاسي غنیمت ټولولو ته روان شئ نو وروسته پاتې كړى شوي كسان به وايي چې موږ هم پرېږدئ چې درسره لاړ شو! هغوى غواړي چې د الله كلام بدل كړي، ورته ووايه: هيڅكله به راسره لاړ نه شئ، الله مخكې لا همداسې ويلي دي، بيا به هغوى وايي چې تاسي خو کينه راسره كوئ! په اصل كې هغوى نه پوهېدل (په اسلام) مګر لږ.

له بانډه چيانو وروسته پاتې كړى شوو ته ووايه: تاسي به ډېر زر يو سخت جنګيالي قوم خواته وبلل شئ جګړه به کوئ دوی سره تر دې چې اسلام راوړي، نو بيا مو كه خبره ومنله، الله به غوره اجر دركړي او كه بېرته وګرځېدئ لكه پخوا چې ګرځېدلي وئ نو دردوونکی عذاب به دركړي.

په ړانده څه ګناه نشته او نه په ګوډ څه ګناه ده، نه په ناروغ څه ګناه ده او څوك چې د الله او د هغه د رسول خبره ومني، داسې جنتونو ته به يې ننباسي چې ترې لاندې ويالې بهيږي او كه څوك مخ اړوي، دردوونکی عذاب به وركړي.

الله له هغو مومنانو څخه خوشحاله شو كله چې هغوى له ونې لاندې له تا سره بيعت كاوه، د هغو د زړونو حال هغه ته معلوم دى لدې امله يې پر هغو ډاډينه نازله كړه او هغوی ته يې په انعام كې نږدې فتحه وركړه.

او (لا) ډېر غنیمتونه چې هغوى به يې ترلاسه كوي او الله خو دى برلاسى، حكمت والا.

الله د ډېرو غنیمتونو لوز دركړى چې تاسي به يې اخلئ نو دا (برى) يې زر دركړ او د خلكو لاسونه يې درنه ايسار كړل، د دې لپاره چې مومنانو ته يوه نښانه وي او تاسي ته سمه لار دروښايي.

او څه نور (برى او غنیمتونه) هم دي چې لا پرې ځواکمن نه ياست خو (د) الله (علم) پرې چاپېر دى او الله پر هر څه ځواکمن دى.

او كه چېرى (په حديبيه كې) هغه کسان درسره جنګېدلي واى چې کفر يې کړی دی، هرومرو به يې شا در اړولې وای بيا به يې نه څوک ملګرى موندلى و او نه مرستندوى.

دا د الله كړنلاره ده چې له پخوا راروانه ده، او ته به دالله په كړنلاره كې هيڅ بدلون ونه مومې.

او الله همغه دى چې د مكې منځ كې يې د هغوى لاسونه له تاسي ايسار كړل او ستاسي لاسونه يې له هغوى، وروسته له هغه چې تاسي يې پرې برلاسي كړئ او الله پر هغو كارونو چې تاسي يې كوئ ليدونكى دى.

دوى همغه کسان دي چې كفر يې کړی او تاسې يې هم له مسجد حرام نه ايسار كړي وئ او د قربانۍ لپاره ساتل شوي څاروي يې هم د حلالې ځاى ته رسېدو نه ايسار كړي وو، او كه (هلته) داسې مومنان سړي او مومنانې ښځې نه واى چې تاسي نه پېژندل (او هسې نه) چې پیمال كړي مو واى، بيا به تاسو ته هم په ناپوهۍ د هغوى له امله څه زيان رسيدلى و. (نو ځكه جنګ ونه شو) تر څو الله هغه څوک په خپل رحمت كې داخل كړي چې غواړي يې، (او) كه سره بېل شوي واى نو له هغوى نه چې څوك كافر شوي، په دردوونکې سزا به مو كړولي وو.

هغه مهال چې كافرانو په خپلو زړونو كې ننګ واچولو، د جاهليت ننګ، خو بيا الله پر خپل رسول او مومنانو له خپل لوري ډاډ نازل كړ او د تقوى په خبره يې ټينګ كړل او دوى هم د هغې ډېر حقدار او وړ وو، او الله په هر څه ښه پوه دى.

يقيناً الله خپل رسول ته هغه خوب رښتينى په حقه ورښودلى و چې تاسي به ان شاء الله بې غمه مسجد حرام ته ننوزئ د خپلو سرو خريونكي او لنډوونكي به ياست، هيڅ به نه وېرېږئ، الله ته هغه څه معلوم و چې تاسي ته نه و معلوم نو له دې مخكې يې يوه نېږدې فتح دركړه.

(الله) همغه ذات دى چې خپل رسول يې له لارښوونې او رېښتيني دين سره لېږلى تر څو یې پر ټولو دينونو برلاسى كړي او الله د شاهد په توګه بسنه کوي.

محمد د الله رسول دى. او هغه كسان چې ورسره دي پر كافرانو سخت (زړي) او خپلو منځو كې زړه سواندي دي. دوى به ركوع كوونكي، سجده كوونكي وينې، د الله فضل او رضا به لټوي د سجدو له امله يې په مخونو كې نښانې (ښكاره) دي. د هغوى دا مثال (صفت) په تورات كې دى او مثال يې په انجيل كې دى. لكه يو شینکی (کښت) چې خپل تیغ را وباسي بيا مضبوط شي او په خپل ډنډر نېغ ودرېږي چې كروندګر خوشالوي. (دا برى) د دې لپاره دی چې كافران پرې غوسه (او خپه) شي. الله له هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي د بخښنې او لوى اجر ژمنه كړې ده.