The Noble Qur'an Encyclopedia
Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languagesThe Table Spread [Al-Maeda] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Ayah 3
Surah The Table Spread [Al-Maeda] Ayah 120 Location Madanah Number 5
حُرِّمَتۡ عَلَيۡكُمُ ٱلۡمَيۡتَةُ وَٱلدَّمُ وَلَحۡمُ ٱلۡخِنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ لِغَيۡرِ ٱللَّهِ بِهِۦ وَٱلۡمُنۡخَنِقَةُ وَٱلۡمَوۡقُوذَةُ وَٱلۡمُتَرَدِّيَةُ وَٱلنَّطِيحَةُ وَمَآ أَكَلَ ٱلسَّبُعُ إِلَّا مَا ذَكَّيۡتُمۡ وَمَا ذُبِحَ عَلَى ٱلنُّصُبِ وَأَن تَسۡتَقۡسِمُواْ بِٱلۡأَزۡلَٰمِۚ ذَٰلِكُمۡ فِسۡقٌۗ ٱلۡيَوۡمَ يَئِسَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمۡ فَلَا تَخۡشَوۡهُمۡ وَٱخۡشَوۡنِۚ ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗاۚ فَمَنِ ٱضۡطُرَّ فِي مَخۡمَصَةٍ غَيۡرَ مُتَجَانِفٖ لِّإِثۡمٖ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ [٣]
پر تاسي حرامه شوه مرداره، وينه، د خنزير غوښه، هغه چې له الله پرته د بل چا په نامه حلال شوى وي، په ستوني خپه شوى، ويشتلى، غورځېدلى، په ښكر څېرې شوى، هغه چې ځناورو خوړلى وي خو پرته له هغه چې تاسو يې حلال كړئ، هغه چې د كوم ناروا ځاى يا څه بل شي په نامه حلال شوى وي او دا چې د فال په غشو خپلې تالې وګورئ، دا ټول فسق دى، نن كافران ستاسي د دين له خوا ناهيلي شوي نو له هغوى مه وېريږئ بلكى له ماووېرېږئ، نن مې ستاسو دين درته پوره كړى، خپل نعمت مې درباندې تمام كړى او همدغه اسلام مې ستاسو د دين په توګه درته غوره كړى دى، نو كه څوك په سخته لوږه كې (حرام خوراك ته) اړ شو خو چې د ګناه تكل يې نه وي نو بې شكه بيا الله مهربان بخښونكى دى.