عربيEnglish

The Noble Qur'an Encyclopedia

Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languages

The winnowing winds [Adh-Dhariyat] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center

Surah The winnowing winds [Adh-Dhariyat] Ayah 60 Location Maccah Number 51

قسم دى په الوزوونكو (بادونو) په الوتلو سره.

بيا په بار اوچتوونكو (وريځو).

بيا په نرمۍ سره چلېدونكو (بېړيو) باندې.

بيا تقسیمونکي کارونو لره.

یقینا هغه څه چې تاسو سره یې وعده کیدی شي، رښتیا دي.

او بېشكه چې (د عمل) سزا پېښېدونكې ده.

قسم دى په آسمان، د لارو او ښكلا والا.

یقینا تاسو په خبره مختلفې کې یاست.

له دې (اسلام) څخه هغه څوک اړول كيږي چې (په ازل كې) اړول شوى وي.

اټكل كوونكي رټل شوي دي.

هغه کسان چې دوی په جهل کې غافل دي.

پوښتنې كوي چې (هغه) د سزا ورځ به كله وي؟

هغه ورځ چې دوی به اور باندې اوسوځولی شي.

(اوس) د خپل عذاب خوند وڅكئ! دا دي هغه څه چې تاسو بيړه پرې كوله.

بېشكه متقيان په باغونو او چينو كې دي.

څه چې خپل پالونکي يې وركړي د هغو را اخيستونكي به وي، بېشکه هغوى له دې وړاندې نيكان وو.

او په سهارونو كې به يې بخښنې غوښتلې.

او په مالونو كې به يې د سوالګر او سوال نه كوونكي مسكين لپاره برخه وه.

او په ځمكه كې (ډېرې) نښانې دي باور كوونكو لپاره.

او ستاسي په خپلو ځانو كې هم، نو آيا تاسو يې نه وينئ؟

او ستاسي روزي او څه چې درسره ژمنه كيږي (ټول) په آسمان كې دي.

نو د آسمان او ځمكې په رب قسم چې دا بالكل رېښتيا دي لكه دا تاسو چې خبرې كوئ.

آيا د ابراهيم (عليه السلام) د عزتمنو مېلمنو خبر درته راغلى؟

كله چې په هغه ورننوتل وېلې سلام دې وي، هغه وويل سلام دې (پر تاسي هم) وي، څه نا اشنا خلک یاست.

بيا غلى كور ته ولاړ او يو چاغ (څرب) خوسى يې راوړ.

چې هغوى ته يې نېږدې كړ، وېلې: ولې يې نه خورئ؟

نو له هغوى نه يې په زړه كې وېره راغله، هغوى ويل: مه وېرېږه او د يو ښه عالم هلک (زوى) زېرى يې وركړ.

نو ښځه يې په حيرانۍ رامخكې شوه، غږ يې وكړ نو مخ ته يې ټس وركړ وېلې: بوډۍ او شنډه!

هغوى وويل: (هو) همداسې ستا رب ويلي دي، بېشكه هغه حكمت والا ښه پوه دى.

وویل (ابراهيم): ستاسو کار (مقصد) څه دی؟ ای رالېږل شویو استازو!

ترڅو پر هغوی دپخې شوې خټې تيږې و وروو.

كوم چې ستا له پالونکي سره د همغو زياتي كوونكو لپاره نښاني شوي دي.

نو له مومنانو چې څوک هلته پكې وو، هغوى مو ترې واېستل.

خو د مسلمانانو له يو كور پرته نور مو پكې ونه موندل.

او په هغه (کلي) كې مو د دردوونکي عذاب نه د وېرېدونكو خلكو لپاره يوه (لويه) نښانه پرېښوده.

او د موسى په قصه كې (هم نصيحت دى) كله مو چې له څرګند دليل سره فرعون ته ولېږلو.

خو فرعون په خپل ځواک سره مخ ترې واړولو او ويل يې چې كوډګر يا ليونى دى.

نو موږ هغه او لښكر يې راګير او سيند كې مو واچول په داسې حال کې چې ځان یې ملامته کاوه.

او په عاديانو كې (هم عبرت دى) هغه وخت چې يو شنډ (بې خيره) باد مو پرې راولېږلو.

په هر شي به چې راغى هغه به يې پرته له رژولو (ميده كولو) بل ډول نه پرېښودلو.

او په ثموديانو كې هم كله چې ورته وويل شول تر څه وخته (له ژونده) ګټه واخلئ.

نو د خپل پالونکي له امره يې سرغړونه وکړه نو هغوى ورته كتل چې ټكه (تندر) پرې را پرېوته.

او له دې مخکې د نوح قوم، بېشكه هغوى (هم) بې لارې خلک وو.

او آسمان مو په خپل قدرت سره جوړ كړى او موږ هرومرو پراخوونكي يو.

او ځمكه مو فرش كړې ده نو موږ (څنګه) ښه غوړوونكي (هوارونكي) يو!

او له هر شي مو جوړې پيدا كړې دي چې تاسي پند واخلئ.

نو الله ته وروتښتئ! په رېښتيا زه د هغه له خوا ستاسي لپاره ښكاره وېروونكى يم.

او الله سره بل معبود مه ګرځوئ، زه دهغه له خوا تاسو ته يو ښكاره وېروونكى يم.

همدغه شان تر هغوی مخکې خلكو ته چې هر رسول ورغلى، هغوى ويلي چې كوډګر يا لېونى دى.

آيا هغوى يو بل ته په دې خبره سپارښتنه کړې وه؟ بلكې هغوى سركښ خلک وو.

نو له هغوى مخ وګرځوه ته خو پرې څه ملامت نه يې.

او (البته) نصيحت كوه ځكه چې دا نصيحت په رېښتيا مومنانو ته ګټه رسوي.

او ما پيری او انسان بل څه ته نه دي پيدا كړي پرته له دې چې زما عبادت وکړي [د توحید عقیده ولري].

له هغوى څخه نه روزي غواړم او نه دا غواړم چې خواړه راكړي.

پرته له شکه همغه الله ښه روزي وركوونكى محكم (کلک) قوت والا دى.

نو چا چې ظلمونه كړي يقيناً د عذاب برخه يې د خپلو ملګرو د برخې په شان ده نو په ېیړه دې دعذاب غوښتنه را څخه نه كوي.

نو چا چې كفر كړى د خپلې هغې ورځې له امله تباهي ورپېښه ده كومه چې ژمنه يې ورسره كيږي.