عربيEnglish

The Noble Qur'an Encyclopedia

Towards providing reliable exegeses and translations of the meanings of the Noble Qur'an in the world languages

The Overwhelming [Al-Ghashiya] - Pashto Translation - Rowwad Translation Center

Surah The Overwhelming [Al-Ghashiya] Ayah 26 Location Maccah Number 88

آیا تا ته د هغه پټوونکي (آفت) خبر رسېدلی؟

په هغه ورځ به ځينې مخونه سپک (ذلیل) وي.

سخت زيار اېستونکي ستومانه به وي.

سره اور ته به ور ننوځي.

له خوټېدونکې چينې به (اوبه) ورڅښل کيږي.

د هغوی لپاره به له ترخه اغزي لرونکي بوټي پرته بل خواړه نه وي.

نه چاغوي او نه لوږه له منځه وړي.

او ځينې مخونه هغه ورځ خوشحاله وي.

خپلو هڅو ته به خوشحاله وي.

په لوړ جنت کې به وي.

په هغو کې روانه (بهېدونکې) چينه وي.

اوچت اوچت تختونه پکې دي.

او ډکې (اېښودل شوې) پيالې به وي.

او کتار بالښتونه به وي.

او غوره فرشونه به وي.

ایا هغوی اوښانو ته نه ګوري چې څنګه پیدا کړل شوي دي.

او اسمان ته چې څنګه اوچت کړل شوی دی.

او غرونو ته چې څنګه درول شوي دي.

او ځمکې ته چې څنګه غوړول شوې ده.

نو نصیحت کوه! ته خو یوازې نصیحت کوونکی یې.

ته پر هغوی جبر کوونکی نه يې.

پرته له هغه چا چې مخ واړوي او ګقر کوي.

نو هغه ته به الله سزا ورکړي ښه لويه سزا.

بېشکه د هغوی را ګرځېدل زموږ لوري ته دي.

بيا بېشکه حساب هم زموږ پر غاړه دی.